پاکستان د افغانستان حکومت نااعلان شوې واکمني کوي.
په تېر حکومت کې د چارو ادارې د فرهنګي چارو مشر محبوب شاه محبوب ادعا کړې، چې په کابل کې د پاکستان سفارت د هر وزارت لپاره ځانګړي کاري ډیسکونه جوړ کړي؛ تر څو د اړوندو وزارتونو ورځني کارونه تنظیم کړي.
د نوموړي په خبره، چې په یادو کاري ډیسکونو کې ۶۳ پاکستاني متخصصین کار کوي، چې د هر وزارت د دندو لایحې ته په کتو ورته پالیسي او کړنلارې جوړوي.
هغه دغهراز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «هغه هېواد چې کلونه ـ کلونه یې د افغان ملت دښمني کړې ده، نن د افغانستان نااعلان شوې واکمني کوي.»
د ویلو ده، چې د تېر حکومت تر راپځېدو وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت فعال حضور لري او د اوسني حکومت له چارواکو سره پرله پسې لیده کاته لري.
دې چارې د ټولینزو رسنیو یو شمېر کار کوونکو اندېښنې هم راپارولي او نیوکه کوي، چې ولې پاکستان په افغان چارو کې لاسوهنې کوي.