د مازديګر ځانمرګي بريد حامد کرزي د هلمند نه مني کړ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جان باز
  • 1150

په ښار کي ډيري ګرمي اوازې وې چي ښاغلي اولسمشر حامد کرزى به هيمت وکړي او په وينو ککړ هلمند ته به راسي .
خو د  جمعې په مازديګر چې کله د ملي اوردو د قرار ګا ه مخ ته ځانمرګي بريد دري عام وګړ ي  او دوه د ملي اوردو سر تيري ټپيان کړل نو  د حامد کزي سفر هم پاته شو
دلته سوال  دا پيدا کيږي چې ايا حامد کرزي د هلمند په چار واکو باوري ندې  چې امنيت به يې خوندي نکړاي شي که څنګه ؟ ځکه چې د سهار د شپږو  نيمو بجو نه بيا تر لسو بجو پوروې په ډلو ډلو خلک د ډول او وطني موسقي زوږ  د لښکر ګاه په زړه کې د کزي سټيډيو م په لور ګر ځول . خلک لا  په تمه دې چي کزي به را شي خود کرزي راتګ يواځي په ټلفوني خبرو بدل شو په دې ور ستيو کې دا دکرزي دوهم لوي درواغ وو چې خپل اولس ته يې وايي  کرزي هلمند ته نه را تلي يواځې دنوموړي ټيټکيو سورمخو مسؤلينو د هلمنديانو سره دا يو چل وکړ ،کرزى بل ډول دوى ته دکمپاين او جيب له پاره  شايد ډيري پيسي ور نکړي نو يې هم دا  اوازه ګډه کړله چې کرزي هلمند ته راځې!؟ هغه وو چې د رسينو په کمرو کې خلک ډير راڅرګند شول دلته نو ولسمشر د خلکو تر انتقاد او بي باورۍ لاندې راځي .
دوهمه خبره داوه چې ولسمشر په د رسنيو له لارې په لومړيو کې وويل چې دي لس زره ډالر د کمپاين لپاره لري ، خودلږو ور ځو په تيردو سره داڅرګنده شوه چې ښاغلي کرزي او دده  وخواخوږي  (۸۵) ميلو نه پيسي مصرف کړي دي
نن ور ځ د عام ولس په وړاندې ډيره سخته وه ، ولې چې دولتي ادراې ټولې تړل شوي دي خلک ښار ته نشوه  تلاي ګام په ګام تلاشۍ وې، ځکه د افغانستان د لومړۍ دورې  سر مشر نا ارامه ولايت هلمند ته سر ور ښکاره کوې،دښآغلي   استقبال  ته  دولتې او غير دولتې خورا زيات کسان  ولاړ ول، خو يو شمير نور لا نه وو خبر چې دلته د کوم خان ګټوه  باندې ده چې دا سي په ډلو ډلو خلک سره ديخوا هيخوا کيږي، دوي وايې عسکر هم ځواب نه ور کوي چې نن په کرزي سټيډيو م کې څه روان دي،  ۴۵ کلن ګل احمد داسې وايي
(( نن را غلې وم د حج دعرضې کار مې وو غوښتل مې چې خلاص يې کړم خو  نه ولايت ته لار شته او نه هم څوک سر را خلاصوې چې پيښه څه ده يووا ځې دا وايې چې  روخصتي ده  او موږ ته داسې مالوميږي چې د والي يا د بل لوړ پوړي د زوي  د واده مراسيم به وې ))

شايد نوموړي پورته خبره په دې دليل کړې وې  چې  خاوشا واټونو د پښتو موسقي او ډهل  درزولو نيولي وو
په هلمند کې د کرزي د کمپاين دمسؤلين  ورور او د هلمند پخواني والي او د قاچاقبرو ستر رهبر ملا شير محمد اخند زاده  او ور سره اغلې نسيمه نيازي  دي  چې په هلمند کې د افغانستان د ولسمشر او دوهم ځل کانديد  حامد کرزي لپاره  په سر خاوري بادوي او سرې مځکي شکوي.
دزيري خبره خو دښآغلي کرزي له پاره داده چي په هلمند کي يو شمير نه شرميدونکي کسان چي لاتراوسه دخلګو نماينده ګان اوددولتي ادارو ريسان دي ناري وي ((کرزيه مونږ له تاسره يوو))
دځوانانو مدير،دټرانسپورټ ريس،دهلمند دوالي مرستيال ،دنشه يي توکو محترم نوى ريس جانګل خان،داطلاعاتو او کلتورو ښاغلي او خوله ور ريس مظلوم يار يا په اصطلاح دکرزي يار هغه کسان وه چي زه يي په دي  کمپايني غونډه کي په ليدو شرميدم،مګر تاسو وګورى په هلمند کي ژورنالستانو هم مړې سترګي نيولي دي :ولي دخداى له پاره ګرانو ژورنالستانو داسي واقيعتونه نه واياست ،زمونږ شرميږو چي يو کس دي دومره درياست چوکي کمزورى کړى وي چي دسور مخي ملا امير مخي ته لنډى لنډى کيږي.
دبلي خوا  دې  لا دلته مبارک شه ! خبريم او ليدلي مي دي چي په هلمند کي دټاکنو او انتخاباتو دخپلواک کميسون محترم چشمکي ريس هم قاچاقبر کرزي ته په سپينو سترګو او پښتني غرور باندي کرزي ته کمپاين کوي.دانتخا با تو دخپلواک کميسون محترم ريس جانه! څه اړي لري،ايا ته هم لڼدي او کرزي رانيولى يي؟
ته هم افغان يي،پښتني مور راوړى يي ، تاسو هم رسنيو ته واياست چي هيڅ ډول تقلب به دټاکنو په دربار کي ونه سي.
زه خبر يم چي له تاسو سره ځيني کسانو په دي اړه خبري هم کړي وي او له تاسو سره يي سترګي هم سري کړي وي چي ريس جانه  مه کوه !داکار مه کوه چي ته کرزي ته کمپاين کوي!
راځم ښاغلي ملا شيرمحمد اخند ته !
ښاغلې! تاسو په دي غونډو کي ولي داسي واياست چي دهلمند دخلګو حق غواړو ،ولي داسي نه وايي چي دهلمند ددر په دره اولس حق غواړم وپلورم ،ايا هغه کرزي ته چي نه يوازي  يي  په تير و  پنځه کلونو کي  په هلمندکي .....  نه د ى وهلي بلکي انګريزان يي  دنشه يي توکو په دريم نړيوال سمينار کي چي په کابل کي جوړ شوى وو  سخت ودردول او دګرشک او حيدر اباد دمظلومو  خلګو ،ماشومانو او ښځو دوينو دبهيولو ته وتخڼول :ورته يي وويل ((جاى که قواى انګلس استند آًن جا دولت ما  و پوليس ما زير فشا ر قراردارد))
کرزى صاحب هدف دي دانه وو چي ورسئ بمبارد يي کړي مه يي ګوري چي نر دى او که ښځه ؟يعني  دپوليسو او دولتي کسانو مرسته وکړي مګر دملګيانو ماشومان او ښځي  سر او ککرۍ يي له منځه يوړې
زما په زړه کي ديوه دولتي کارکوونکي په صفت زيات شيان پراته دي مطلب مي دادى که مي خوله خلاصه سوه نو  نيم زړه به مي تر حلق راولويږي .
که چيري زمونږ ددې ليکني لوستونکي  سياسي شعور ولري نو دپورته ليکني په اړه دي قضاوت  وکړي،او ددې مضمون پاته  داغ الفاظ دي خپله ذهني  پوره کړي او نتيجې ته دي ځان ورسوي.