حبيب الله غمخور


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • که امريکا ووزی څه به کېږي ؟
  • 1101

راځئ چې يوکېږو،دجوړيدواونجات په لور حرکت وکړو،کنه ورکېږواوډوبېږو!


که ددواړاو هيوادود اړېکولنډتاريخ  ته وگورونودافغانستان امريکا سياسي او اقتصادي  راوابطو تاريخ لوړې  ژوري لري ،کله ډيري نږدې سوی اوکله بياليري سوې دي .
دامريکا او افغانستان  سياسي اړېکې په رسمی بڼه  د۱۹۳۶ کال دمارچ دمياشتي پر ۲۶ ټينگي شوې ، د۱۹۴۲ کال دجولاي په مياشت کي دامريکالومړنۍ ديپلوماتيکه نماينده گي په کابل کي جوړه سول چي وروسته بيا په ۱۹۴۸ کال د دواړو هيوادوپه پلازمېنه کي دسفارت کچي ته پورته سول  .
دسياسي روابطوسره يوځاي د۱۹۳۶ کال دمارچ  د مياشتي پر ۲۶ مه دموريس کنوديسن دکمپنی  لخواد کابل ـ قندهار ، کابل ـ جلال آباد ، هرات ـ اسلام قلعه لويه لار اودهمدا ډول دلس ميليونه ډالروپه لگښت  په ۱۹۶۲ کال دکندهار هوايي ډگرهم جوړسو.  
تر هغه راوروسته امريکا دسردارمحمد داودخان دحاکميت تر پايه پوري يولړواړه قرارداونه لاسليک کړي دي ،خوپه ورستيوکي بياامريکاافغانستان ته شاواړول اوهمدا شا اړونه ددې لامل سول چي دشاهي کورنۍ اودادوخان اړېکې  دوخت له شوروي نظام سره نږدې سي . ولي دامريکا سیاسی اقتصادي اړېکې پسله هغه په رسمی بڼه له افغانستان سره پرې شوې کله چي دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند دحاکميت په وخت کي په ۱۹۷۹ کال دفبروري پر ۱۴ دامريکا سفير دناپېرندل سوو کسانوله خواپه قتل رسېږي  .
دامريکالپاره شوروی پلو دولت دمنلو وړنه وو اونه ئې غوښتل چي پدې سيمه کي دشورونفوذ پياوړی سی ،له همدې امله ئي دپاکستان په مرسته دشوروی پلوه نظام پر خلاف دافغان کډوالو لپاره دپاکستان اوکوزی پښتونخواپه خاوره کي پنډغالي اوبياپوځي روزنتونونه جوړ کړه .دشوروي امريکاتر منځ سياسي اقتصادي جگړه چي په تاريخ کي ورسته سړه جگړه ويل کيږې  دافغان ولس دسرپه قيمت لس کاله  توده وساتل سول ، په پايله کي شوروي اوپه افغانستان کي شوروي پلوی نظام دژنيودتوافقاتوپر بنسټ  ړنگ اوپر ځاي ئي دجنرال حميدگل او سعودي عربستان داستخباراتو درئيس په ملتيادولتي واک لومړی ښاغلي مجددي اوبياښاغلي رباني ته ورسېد. دافغانستان دخلق  دموکراتيک گوند له واکه دگوښه کېدواوشوروی نظام تر ړنگېدو وروسته امريکا هغې موخې ته ورسېدل دکوم لپاره چي ئي افغانان يودبل پر خلاف دجهادپه نامه سره جنگول ،ځکه خوهغه دافغانانوسره ددوستۍخبري هيرې او ډير ژردتاريخ زاله دان ته ولوېدلې . امريکاديوسوپر پاورقدرت په توگه چي په نړيواله سيالی کښې ميدان گټلی ووخپله پاملرنه دنړئ نوروسيمو ته واړول اوافغانستان ئي له نظره وغورځاوه ،پردې تاريخي تېروتنې اوس دامريکا هرجگپوړی چارواکي اقرارکوي ، ولي  داچي دتاريخ بهير دسپيرال په بڼه  په حرتک کي دی داسي ښکاري چي داتيروتنه داځل بياخوپه بله بڼه اوپلمه تکرارېږي .
همدا وخت دی چي داستاد رباني په وجودکي دافغانستان په سياسي حاکميت کي دروسانو نفوذ پياوړی کيږي اودې پياوړتيادامريکا اوپه ځانگړ ې توگه دپاکستان لپاره سرخوږئ جوړاوه .ددې تر څنگ شمالی ټلوالی دخپل حاکميت په دوران کي دپښتنو خلاف سياست غوره کړ ،نه يوازي داچي پښتو ويل قدغن سول بلکي عملأ دپښتنو خلاف سياست  پر مخ بېول کېده. دشمالي ټلوالي عجيبې اوغريبي طرحي په مغزوکي راگرځېدلې ،فکر ئي کاوه چي دمځکي پر سريوازي همدا دوي دی اوبس . له همدې ناخوالي نه په استفادې سره پاکستان ته امکانات برابرسول  چي په ظاهرکي  دپښتنو دحقوقوددفاع په نامه دخپل هيوادپه مدرسوکي روزل سوی پښتانه طالبان په وسلو سمبال اوداستادرباني دحاکميت دړنگېدوپر خلاف راوپاروي  . همدې دپاکستان استخباراتو ،جنرال حميد گل اونورئي دغو بېچاره طالبانوته رښتيانه ويل هغوي ته داسي څرگنده کړې وه چي بايد دولتي واک دافغانستان پخواني پاچا ظار ته ولېږدول سي ،خوددغو تيروتنوتر شا پاکستان خپلې موخې درلودې ،هغوي ته هم له امريکاته مجاهدين گران نه وه پښتانه هم ورته گران ندي خوپدې پلمه ئي غوښتل خپلو موخوته ورسېږي .طالبانو دهيواد په ټولوسميوکي په بېساري توگه ژر خپل حاکميت ټينگ کړ اواستادرباني داحمدشاه مسعودسره دقلاب تر سمڅو ورسيدل . طالبانو دالقاعدې سازمان مشر اسامه بن لادن ته چي داستاد رباني دحاکميت په وخت دهغه لخواورته هرکلی اودقانوني اوسېدوحق ورکړه سوی ووځانته نږدې اوله هغوي نه ئي البته مالي اومادي مرستې ترلاسه کولې . دسپتمبرپر ۱۱ دامريکادنړيوال سوداگريزمرکز دوه غبرگولي تعميرونه دالوتکې په وسيله راولوېدل .دهمدې رالوېدوسره دالقاعدې سازمان اوطالبانودبخت ستوری چي تردغه دمه دپاکستان اوامريکاتر سيوري لاندي وه راولويد.بوش دالقاعدې اوطالبانوپر خلاف جگړه اعلان کړه اوپدې پلمه چي طالبان دالقاعدې سازمان مشر اسامه بن لادن دوي ته نه سپاري دB52  پوځی اوبم غورځونکی الوتکې پوسيله دطالبانو دحاکميت دړنگېدو او القاعدې سازمان دجرړودايستلوپه نامه پر افغانستان راودانگل .
دهواله لوري امريکا یي الوتکې اودمځګې له خوائي دروسې سره په موافقه دپيسوپه مقابل کي  دشمالي ټلوالي په مرسته دطالبانودحاکميت پر خلاف جگړه پيل کړه اوپه ټول افغانستان کي ئي دطالبانودحاکميت کمبله ټوله کړه .
دپورته شعارونوتر څنگ بوش اونوروجگپوړو امريکايي چارواکو ويل چي موږ افغانستان له دغه اقتصادي بيرته پاتې والی اوددکتاتوری نظامونونه دابد لپاره خلاصوو،موږ راغلي يوچي يوغوړېدلی ،پرمخ تللی اودموکراتيک افغانستان په خپلو سترگو ووينو. ځکه خوئي دبن دکنفرانس تر نامه لاندي ددوي په وينا گويادملت استازي راټول  اوپه افغانستان کي ئي دموقتې دولتي ادارې بنسټ کښېښود. داچي دبن په کنفرانس کي په رښتياهم دملت استازي وه اوياداچي دغه کنفرانس په رښتياسره دافغانستان دروښانه راتلونکي بنسټ کښېښود، دالس کلنې ناخوالي ئي روښانه بېلگه ده .داچي نورڅه شوی ټول هيوادوال پرې پوهېږي نه غواړم ليکنه اوږده کړم .
هغه چي رټل شوی وه اونوردافغان ولس لپاره دمنلو وړنه وه داځل دامريکايي پوځ په زور ددموکراسی دتمثيل په نامه پر دې ملت دبن دکنفرانس دپرېکړوپه نامه وتپل سول .
داچي ولي امنيت ټکنۍ سو،خلک له دولت نه بېزاره سول اوددولت دمخالفينوپه ملاتړکي ودرېدل ،دولتي فسادخپل وروستی پړاوته ورسيد چي اوس په نړيواله کچه  دافغانستان دولت  پسله سوماليادوهم ځاي لري ،يعني په کوکنارواو دولتي فسادکي ساری نلري . سوال پيداکيږي چي امريکادهمدې لپاره راغلې وه چي پر موږ داسي يودولت وتپی چي دافغانستان اونړۍ په کچه ئې په تاريخ کي  بيلگه نه ليدل کيږي ،اوکه ددې لپاره راغلی وه چي سوله ايزشرايط په جگړايزو بدل کړي ؟ ځکه نه دسولي اونه هم دعدالت ،دموکراسی اوټولنيزو سوکاليوکوم څرک لگېږي ،جنگسالار اوپاټکسالاران ددموکراسی ممثلين اوددولتي حاکميت اساسي ستنې وگرځېدې  .
ډيره دشرم خبره چي امريکا او انگلستان  غوندي هيوادو مشران  اوس وايي چي موږ په افغانستان کي ددموکراسی دټينگېدولپاره نه يو راغلي . نودڅه لپاره راغلي واست ؟ديوه بن لادن په خاطرموداپه مليارډو ډالر مصرف کړه ؟اوزرهاو بېگناه انساننان ووژل سول ؟ زه پدې باوريم که هدف بن لادن وو نوهغه خوددغو مصرف سووپيسوپه سلمه له ژوندنه محرومېداي سو اوياکېداي سول ستاسو سره پخلاسوی واي .
ښاغلی بارک اوباما داگست پر دوهمه په خپله يوه ويناکي وايي : د افغانستان د جګړې په باب دا هيله هيچا نه ده کړې چې په دغه هېواد کې دې د لوېديځ په ډول بشپړه ډموکراسي پلې شي . تر هغه سمدستی وروسته دمعمول سره سم ددسمبرپر اومه دانگلستان لومړی  وزيرکامیرون څرگنده کړه  : ((په هندوکش غرونو کې د سویس په څېر دیموکراسي نشي راتلی .))
په هر حال ،لومړی يوازي امريکایی څوزره پوځيان وه خو اوس دادی دلسو کالوپه تېرېدوسره ددي پر ځاي چي امنيتی حالت جوړسوی واي  دخرابۍ له امله د((۴۵)) هيوادوتر ۱۵۰ زره زيات پوځيان  چي تنها سل زروزيات يې  امريکايان دي په افغانستان کي په جگړه ايزوفعاليتونواخته دی،مگرسوله اوټيکاو درک نلري،چي نلري.
داخوپرېږده ،دمشرق ورځپاڼې دخبر له مخې  امريکا له ۲۰۰۱ نه تراوسه ((۱۳۸۵)) تنه تلفات ورکړي که دنوروهيوادو دپوځيانو تلفات ورسره گډکړوشمېر ئي تر ((۲۲۱۵))زياتېږي داچي څومره بېگناه افغانان وژل سوی دهغوي شمېرچاته ځکه ندی معلوم چي وارث نلري  . دتلفاتوتر څنگ دڅېړونودڅېړنوله مخې يوازي دامريکاپوځي لگښت په هره ساعت کي تر ۱۱۹ ميليونه ډالره اوړي .ددې ترڅنگ  امريکايي ليکوال اوورځپانه ليکونکی  کريس هيدجيز ديوې انټرنټي ويب پاڼي ((رواستوري)) سر په خبروکي ويلې چي : په افغانستان کي دامريکاپوځ  يوازي پر ۲۰ په سلوکي تسلط لري پداسي حال کي چي ۸۰ په سلوکي سيمه دطالبانوتر ولکې لاندي ده اوياپه ځينو سميوباندي دتسلط په خاطر ددواړو خواوترمنځ جگړه روانه ده.
دادی اوس هغه چي امريکائي ساتي هم دخلکو دغولولپاره دغه حقيقت ته غاړه ږدي وايي : دوحيد عمرخبره،  ((که نړيواله ټولنه او په ځانگړي ډول متحده ايالتونه په افغانستان کې په ريښتيني ډول د سولې او ټيکاو بهير ملاتړ وکړي، نو ان  په ټوله  سيمه کې هم سوله ټينگېدی شي.)) داڅرگندونه ددې معنالري چي وحيد عمر دکرزی په استازيتوب اوس پدې نه پوهيږي چي امريکاپه رښتياغواړي چي په افغانستان اوسيمه کي سوله راسي اوکنه ،خوپدې ډير شه پوهېږي چي دوساتي .
داڅرگندونې پداسي حال کي کوي چي ښاغلي کرزي په لسهاو غونډو اوکنفرانسونوکي پر دې ټينگارکړی چي امريکا دافغانستان لپاره سوله اوترقي راوړي اوددوي شتون ئي دافغانستان دثبات لپاره اړين اوحياتي دی،نه پوهېږوچي اوس ولي سرټکوی ؟؟؟؟
دامريکا دولسمشر مرستيال جو بایډن هم ددسمبرپر ۲۰ دNBC ټیلویزون سره په مرکه کي وويل چي ټول امريکايي پوڅيان به تر ۲۰۱۴ پوري له افغان څخه وباسياو دا ئې ومنله چې امریکایان د طالبانو په ماتولو، د روزنځایونو په ویجاړولو او په افغانستان کې د یوه ښه حکومت په جوړولوکې لږ بریالي شوي دي .
دپورتنيو وعدواووروستنيولاسته راوړنوسره دلس کالوپه تېرېدوسره دادی دامريکادولسمشر مرستيال جوبايډن په ښکاره وايي چې  له هر راز ستونزو اوخنډونو سره، سره په هر ډول شرایطو کې امریکا تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه په یو مخیزه ډول راوځي  .
سره لدې چي دښاغلي جو بايډن دغه څرگندونې د ولسمشر اوباما او د جګپوړو پوځي چارواکو د څرگندونو خلاف دي چې وايي دوی به ځمکنيو او عيني شرايطو ته په پام سره له افغانستان نه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کوي .
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال پيټرېياس تردې وړاندي  ويلي وو کېداي  شي ولسمشر اوباما ته مشوره ورکړي چې له افغانستان څخه  د امريکايي ځواکونو وتل وځنډوي .
جوبایډن دا هم وویل چې د امریکا ټولې جاسوسي ادارې په دې باور دي چې القاعده اوس په افغانستان او پاکستان کې هومره زور او ځواک نه لري، چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ په څېر بریدونه دې وکړي .خو هغه زیاته کړه چې ښايي ځینې ترهګرې ډلې پر امریکا د ورته بریدونو زور ووهي  .
ددوي له خبرودادی له ورايه معلومېږي چي متاسفانه دوي ته دافغان ولس مرگ ژوبله اويوځل بيادقدرت پر سردجگړې او افغان وژنې پيل کوم دهمدردی احساس نلري ،لومړئ ئي ويل ستاسوسره دمرستې لپاره راغليو خو اوس وايي چي نوردلته داسي دښمن نسته چي موږته جدي گواښ وي .
 اوبېله دې چي دوي دخپلې وعدې سره سم  دنسبی سولي اوددې هيوادپه کورنيو چاروکي دگانډيانواونورو هيواد و دوسلوالومداخلواولاسوهنودقطع کېدونړيوال تظمين تامين  کړی ،لکه چي پر خپل سر راغلي وه پر خپل سر وزی اوداولس يوځل بيادگاونډيانو ونډۍ کولوته پرېږدی .  
القاعده له هغه ورځې په افغانستان کي  نه ليدل کيږي له کومې چي دکابل په ښار اوټول افغانستان کي په رسمي بڼه دطالبانو حاکميت ړنگ اودولتي چاري دموقتي ادارې  تر نامه لاندي کرزی ته وسپارل سوې .نور خو دمثبت بدلون پر ځاي دناوړو اوناخوالوبېلگې بې امنيتی اوانسان وژنه تر هغه وزياته سوېده . افغانستان ته  دهربهرني جگپوړي مېلمه راتگ په دو يادرو ښارونوکي په ځانمرگی بريدونواستقباليږي .
داچي دخپلو خبروپه ورستی برخه کي ئي وويل  ،((. . . ځینې ترهګرې ډلې به  پر امریکا د ورته بریدونو زور ووهي )) ددې لپاره وه چي دامريکا جگپوړي چارواکي تل نړيوال اوخپل ولس په ډارکي ساتي نوځکه  وايي القاعده ضعيفه ده نور څه نسي کولاي،خو ممکن نورې ډلي وی چې دامريکاپرخلاف عملياتو لپاره زورووهی .داپدې معناده هره ورځ چي ئې وغوښتل دخپلو په سيمه کي به  يونيم ټک اوټوک به هم جوړکړي ،وروسته اعلان وکړی هغه ډله چي موږ ويل دغه ده دلته مو پيداکړه،دوي زموږ امنيت ته گواښ دي  اوموږ ئي بايد پر خلاف پوځي عمليات وکړو داچي دانوبتي پوځی عمليات به بياپر کوم بېچاره  هيواد کيږي اودچاپر سربه  B52بمونه غورځوی وي ماته داوس لپاره نه معلومېږي ،يوخداي تعلاپرې خبردی  .
جوبایډن په تېر اګست میاشت کې ویلي ول، چې د افغانستان د جګړې ګټل او بایلل به په دغه  دسمبر کې معلوم شي .دای دسمبرمخ پر تېرېدودی خوداسي لاست راوړنه چي جوبايډن خلک ورباندي خوشحاله کړي نه معلومېږي .  
ده د کرزي د ادارې چارواکو ته هم خبر ورکړی و، که چېرې افغان چارواکي د خپل هېواد امنیت نه شي ساتلی،نوامریکا يي ځواکونو خو افغانستان ته یوازې د امنیت د راوستلو په نیت نه دي راوغلې . خودايې ونه ويل چي دکومونوروکارو اونيتونودپوره کېدولپاره راغلي وه ،موږ خوئي ديوه کار ثمربيله دېنه چي جنگسالار او پاټکسالار ئي پر ولس وتپل اودموکراسی ئي ورباندي نوم کښېښودبل څه ونه لېدل  .يوڅودگوتوپه شمار کسان چي يوشمير ئي له بهره ورغلي وه مليارډران اوميلونران سول نورملت همدا اوس هم دپخواپشان خاوري خوري . وايي په ميليارډوډالر مصرف سول  اودابه دبشرپه تاريخ کي  دبېچاره افغان دپزی پېزوان وي خو لاتراوسه اوه نيم ميليونه افغانان  عادي خواړه نلري،سره لدې چي دښوونې او روزنې  وزير صاحب خپل سري اوله حقيقت نه ليري  راپورونه خپروي ،ترڅلور ميليونوزيات ماشومان دتعليم  نه محروپاته دی ،هغه چي نوم ئي دمکتب په حاضری کي ليکل سوی نه کتاب اونه هم ښوونکی لر ي ،دتعمير ،ميز او چوکۍ خبره خوپر خوله څوک نسي راوړاي .دمور اوماشوم لپاره نه ټولنيزاونه هم روغتيايي عادي خدمتونه سوې دي ،ديوې عادي ناروغۍ نه انسانان خپل ژوند دلاسه ورکوي .تاسو فکر وکړی دشرم خبره نده چي ديوملک ديوه عادي سوداگرنه غوښتنه کوي چي افغانان وږدي ته ډوډۍ ورکړه ،دغسي غوښتنه همدې ښاغلي کرزی دښاغلي بيات نه وکړه .  اوداچي دماشومانوټول شمير نږدې نيمایی په ۱۳ او ۱۴ کلنۍ کي شاقه اودرانه کارونه کوي اويازموږ ځوانان دايران ،سعودي عربستان اوعربي عماراتواونوروسفارتخانوپه دروازوکي دوېزې دترلاسه کېدولپاره مياشتي مياشتي ولاړ وي  اوياداچي تر اوسه په بهرکي دافغان کډوالوپه شمېر کښي کمۍ ندی راغلی داخولا پر خپل حال پرېږده . دشرم خبره نده چي دارگ او امريکادسفارت بگل ته له ولايتونه راغلي په زرهاو کورنۍ خواړه نلري دالس کاله ددوي دستنېدواو يادوي ته ديوه عادي ولي په انساني بڼه داوسېدو شرايط برابرنسول  .
هغه متل دی وايي ((اوښ ته ئي وويل غاړه دي کږه ده،هغه په ځواب کي ورته وويل کوم ځا ي مي سم دی )) اوس هم موږ حيران پاته يوله کومه ځايه گيلې راپيل کړواودچانه وژاړو.
دامريکاجگپوړي بايد پدې پوه وي چي په افغانستان کي ددوي پوځی شتون اوعمليات دمسلي دحل ترگړيو پوري پر يوطرفه جاده حرکت دي دراگرځېدولارئي نسته  دادوطرفه جاده نده . دوي اوس دنړيوالوپه وړاندي دافگانستان دعام ولس په مقابل کي حقوقی ،انساني او اخلاقي مسوليت لري  ،دغه ناورين چي ئي پر افغان ولس تپلی دوي خپله بايدپه هر قيمت چ کيږي داولس له دې ناورين او افت نه خلاص کړي ،بياچي پر هره ځي په مخه ئي ښه.
په افغانستان کي  دامريکايي قواو جنرال کلېکاږل پېټرېیاس د اگست ۱۶ کوی ،هغه وايي (( د افغانستان جګړه يوه سخته جګړه بللې او ويلي که چېرې امریکا دا جګړه وبایلي، د تندلارو په واکمنۍ سره به سخته خونړۍ کورنۍ جګړه رامنځ ته شي .)) نه پوهېږم چي دوي به بيانړۍ ته په کوموسترگو گوري  ؟
که امريکاپدې بڼه چي جوبايډن ئي غواړي افغانستان پرېږدي داپدې معناده چي ناکامه سول .دجوبايډن خبرو دهغوي مخالفينوته ډاد ورکړچي څولورکاله صبر وکړي کله چي موږ ووتلو بياچي هر څه کوی کولاي ئي سي.  اودبلې خوادافغا نستان اجير اردوچي دپيسولپاره ئي خپل نوم ثبت کړی اويادکوم جنگسالارکسان دي چي پر شتون ئي سياسي سوداگري کوي دملي عقيدي له مخې داردوپه ليکو کښي نه دي تنظيم سوی اونه هم دوي ته ملي روزنه ورکړه سوي ده،دهمدې جوبايډن اونوروجوبايډن کسانوپه څير بې مسوليته څرگندونوپه پايله کي ددې دولت دټول وسله وال ځواک مورال راټيټېږي اوسرله همدا اوسه ددولت له مخالفينوسره دخپل راتلونکي ژوند دبقاپه خاطر اړېکې ساتي ،موږ داسي يوه ترخه خاطره دشوروي پوځ دوتلولپاره دشرايطودبرابروپه منظوردبې مسوليته څرگندونوڅخه لرو. دبلې خواڅنگه کېداي سي سرمايداردې ته زړه ښه کړي چي په افغانستان کي پانگه اچونه وکړی ،ځکه دالمر غوندي روښانه ده که دجوبايډن خبره په ۲۰۱۴ کال کي عملي شي په دابله ورځ به دکابل اونورو ښاروپه کوڅوکي دوينو ويالي وبهېږي ،دادقدرت تږی داټولي  هڅې دهمدې لپاره کوي چي ژر بهرنيان بيله دېنه چي پدې ملک کي ثبات راغلی وي پښې سپکې کړي .
دنړۍ دداسي يوستر اوسوپر پاورلپاره دشرم خبره ده چي  کله راتلل ويل ئي موږ افغانانوته  له دوږخ نه  نجات ورکوو،خو اوس ئي دادی دټولومادي، معنوي او انساني تلفاتوسره په خپل لاس دوږخ ته ورټيل وهی .
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ددسمبرپر ۲۱  په افغانستان کې د امریکا مرستودڅارددفتر مشر ښاغلي ارنولډ فیلډز وویل، دې هیواد له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې ۵۶ ملیارد ډالره لګولي خو د هغو په مصرف کې سمه هماهنګي نه ده شوې.
په دې پیسو کې ۲۹ ملیارده د افغانستان د امنیتي ځواکونو په جوړولو لګول شوي.شپاړس ملیارده نور یې د افغانستان په بیارغونه او د حکومتي ادارې په پیاوړتیا لګولي .خو له دې سره سره کارپوهان وايي چې لا هم ډېر کلونه پکار دي چې په افغانستان کې یوه داسي حکومتي اداره جوړه شي چې خلکو ته ابتدايي خدمات وړاندې کړي .
پدې ډاډه يم چي زموږ يوشمېر گاونډيان سرله همدا اوس نه دهغې ورځې لپاره پلانونه جوړوي او اماده گي نيسي په کومه چي بهرنيان دشورويانو غوندي خپلې پښې سپکوي .
دبلې خواپه امريکا کې جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د پوځ ايستلو دمهال وېش خبره بې وخته بللې ده. هغوي وايي  دا کار په لوی لاس جنګياليو ته د اعلان په مانا دی چې  انتظار وکړﺉ، موږ وځو بياهر څه چي کوی .
سره لدې چي داخولا تراوسه نه ده معلومه چې په ۲۰۱۲ کال  دولسمشری په ټاکنو کي به څوک  دسپنۍ ماڼۍ څوکۍ وګټي .زماپه گمان داچانس نوربارک اوباماته نه برابرېږي چي هغه دې دوهم ځل دامريکا ولسمشر سي . داهم دجورج ډبليو بوش دهغه تيروتنې برکت و،چي پر افغانستان دوردانگلوپه لمړنيو شېبوکي ئي وويل دايوسليبي جگړه ده چي پيلېږي .پدې خبره دټولی نړۍ دمسلمانانواونورومذهبونودپيروانوکرکه راوپارېدل  ،دامريکاسياستوالوددې لپاره چي دامريکاپه تاريخ کي دداسي بې مسوليته څرگندونې دتاثيراتومخه ئي نيولې وي اوداېې په عمل کې ښودلې وي چي دامريکايانولپاره له ډموکراسی پرته بل څه ارزښت نلري اوداسلام سره کوم مخالفت  هم نلري ،يوتورپوستی مسلمان کډوال ئې دخپل هيواد دولسمشر په توگه وټاکه ،له ورايه  داسي معلومېږي چي جمهوري خواهان  نه غواړي بل ځل ټاکنې وبايلي .
دبلې خوا د پرتګال په پایتخت لیزبن کې د ناټو سرمشریزي له کنفرانس نه  په راستنېدوسره ښاغلي کرزی په ارگ کي ژور نالستانوته وويل :  د ناټو تر مشرۍ لاندې بهرني ځواکونه به د امنيتي مسووليت له سپارلو وروسته هم په افغانستان کې موجود وي .)) داچي څنگه اوپه کومه بڼه اودڅه لپاره به موجود وي، ايادلته به دناټو دپوځيانو يوه نظامي هډه جوړېږي اوکه څنگه ؟که داسي وي دافغانستان دبېطرفی دموقف  مسله به څنگه کيږي .
نن ددسمبرپر ۲۳ په کابل کي دامريکاسفير په خپلو خبروکي ديوه افغان ژورنالست سره په مرکه کي وويل : ((عسکر به تر ۲۰۱۴ کال پوري ووزي ،خوکه اړتياوي تر هغه وروسته به هم په عملياتوکي برخه واخلي ،البته دسربازابو ايستل په شرايطوپوري اړه لري .خو هغه يوه جالبه خبره بله وکړه ،وئې وويل که بهرني پوځيان دلته وي ستاسو دهيواد خپلواکي دسوال سره مخامخ کېږي  . نوچي داسي ده دالس کاله اوياپه بله ويناداځو اونۍ وړاندي مو ولي داخبره نه کول چي اوس ئي کوی ؟ که موږ ويل چي دبهرنيو پوځيانو شتون زموږ دهيواد خپلواکي تر سيوري لاندي راوستلې سمدواره مو دطالب  پلوی بللواو دادی اوس خپله داخبره مني  .
خوپدې بايد پوره پوه وي  که دوي ووزي دوباره به پاکستاني او ايراني  پوځيان پدې ملک کښي کښته پورته کېږي اوداسيمه به نه يوازي  داچي دنړيوالوطرحه گرو مرکزوگرځي دابېچاره ولس به يوځل بيادقدرت دتږوترمنځ دجگړې قربانيان وي .  
خلک وايي  که امريکايان ووزي څه به کېږي ؟
زه پدې پوهېږم چي څه به کيږي اوپدې باوری يم چي ټول افغان روڼ اندي اوچيزفهمه هم پرې پوهيږي ،ولي متاسفانه دهرڅه په وړاندي بې تفاوتي تل ددې لامل گرځېدلې چي  کله دوطن برخليک مخ دورانيوپه لور روان سوی،يوشميرله افغانستان څخه پښې سپکې کړي اويوشمير دولس پر غميزوددوي دحقوقوڅخه دملاتړ اودفاع په نامه خپل سړی وسله وال کړي  اودخپل ولس پر بدمرغيوئې ځان دزرواوزر څښتن کړی اودنړيوالو زبرځواکوپه جال کي ئي داړېکو تارونه غځولي دي .
درې ځله دابې دفاع  ولس تنها پاته سوی اوجوبايډن اوس بياورته گوت څنډنه کوي چي تنهابه پا تېږئ .
بلې داسي ده ! پردی ،پردی دئ ،هغوي دخپلو گټولپاره راغلي ،څنگه چي راغلي هغسي وځی  .خوناخوالي موږ ته پرېږدې . دازموږ مسوليت دی چي بلاخره ددې وطن دراتلونکي په هکله فکروکړو.
ددې ليکنې نه زماموخه داده چي  بهرنيان دادی نن اوکه سباپه هره بڼه اوهرډول شرايطوکي چي وي  له دې هيوادنه وځی ،زموږ روڼ اندي اوهغه چي وايي داوطن اوبرخليک ئي راته گران دی ددې ډول حوادثوپه وړاندي څه ډول مسوليتونه لري اوڅه بايد وکړي .
دغه پخواراجستر سوی تر سلو زيات سياسي گوندونه اوپه اصطلاح مدني ټولنې ،مستقل شخصيتونه په افغانستان اوبهرکي پراته افغانان  څه سول اوپه څه مصروف دی ؟دې ټکی ته  بايدجدي پام وکړی چي دغه بهرنيان به يوه ورځ وزی .ترکومه ځايه چي موږته ئي دارتگ رښتيانی دليل معلوم نه دی ،نوخپلوگټوته ئې درسېوپه هکله هم موږ نه خبرېږواونه هم  دافغانستان پر سرپه کومې نړيوالي معاملې باندي خبرېږوچي دنړيوالوزبرځواکوتر منځ زموږ پر خوار ولس کيږي اودوي خپلې پښې سپکوي  .
په اطرافوکي قيصه ده وايي : دکلی يوچوپان به نارې کړه لېوه راغلي ،خلکوبه مرستي ته ورمنډه کړه ،کله چي به ورغله هيڅ به نه وه ،چوپان به په خندا وويل مامسخره وکړه ،دغه لوبه دچوپان لخوا څوځله تکرارسوه خو يوه ورځ په رښتيا ليوه په رمې گډسو اوچوپان چيغې کړې ،مه راگوری  دخداي لپاره مرسته وکړی راو ځغلی ليوه زماپسونه خوري  خلکو دده چيغې واورېدې خوفکرئي وکړ چي بيادپخواپشان درواغ وايي او موږ غولوي  نوځکه ورنه غله اوليوه دچوپان رمې ته زيان ورساوه .اوس هم داڅو مياشتې کېږي چي بهرنيان دخپل پوځ دوتلو په هکله يوه خبره نه کوي ،يو ئې  يوڅه اوبل ئي بل څه وايي . دبېلگې په توگه جوباين يوايي تر ۲۰۱۴ وزو ،انگليسان وايي  تر ۲۰۱۵ به ووزو،دريم ئي وايي ترڅوچي مو ټول کارونه تمام کړې نه وي نه وزو،څلورم  ئي وايي که يوڅه ووزو خويوشميربه تر ډيري مودې  پاته يو،موږ کله افغانستان يوازي پرېږدواوپنځم ئي وايي ترهغوي چي موږ ته اړتياوي موږ به دافغانستان وسله وال پوځ چي شمېربه ئي دروسوو زروتنوته  ورسېږ ي  وروزواوپه وسلوبه ئي سمبال کړو، اوشپږم  ئي وايي فکرنه کوم تر ۲۰۱۴ وروسته موږ ته  څه اړتياوي ځکه اوس نور دالقاعدې څرک نه لگېږي .دغه گډې وې اوحيرانوونکی څرگندونې ددې اړتياپيدا کوي چي موږ افغانان  هم يوڅه وايواودبهرنيانو دوتلوتروخت دمخه مو سياسي اماده گي نيولې وي ،اونړيواله ټولنه موپدې باوري کړې وي چي دحل لارئ داده .چي متاسفانه تراوسه پدې هکله سياسي کړيوهيڅ کوم کار ندی کړی،دوي  هم دعاموخلکوپه دود خبرونه اورېدلې ،بې ځايه اوبې گټې تبصرې  يې پر کړ ي خودکوم عملي اوگټورکارلپاره هيچاهم تراوسه کوم گام ندی پورته کړی .ډير لاتراوسه دسياسي تعصبونواواختلافاتوپه منگلوکي ښکېل پاته دی تمامه ورځ يودبل پر خلاف تبلېغات کوي،دزاړه اوپه وينو لړلې تايرخ پاڼې اړه وي را اړه وي  اوبهرنيان  ئي  ننداره کوی اوورباندي خاندي .
سوال دادی ،اياموږ هم شپاړس نظره اوشپاړس کلې يو؟ اوهريوځانته پاچاهي اودپاچاهی لپاره ملک غواړو اوکه په رښتياسره لکه دنړۍد نوروملکونو خلک اوروڼ اندي دخپل هيوا دراتلونکی برخليک په هکله ځانونه ژمن بولواوجدي فکر کوو؟ که دجدي فکر مسله مطرح وي  نوموږهم سرله همدې اوس نه بايد لاس پکارسو . اوپردې جدي خبر ي  راپيل کړوچي دبهرنيانودوتلوپه حالت کي به په کومه بڼه دولتي اداره پر مخ بيايو؟ اوڅه ډول مشرتابه ته اړتيا لرو؟ دايوتريخ حقيقت بايد ومنوچي موږ دملي سياسي ځواک اوضعيم په تشه اخته يو.بايدسوچ وکړوچي څنگه کولاي شو خپلې ټولې پخوانی او اوسنۍ سياسي سيالی اوخوابدی يودبل په وړاندي دخيانت ترکچې تيروتنې چي تر ډيره بريده دبهرنيانود لاس وهنو له چينې خړوبېږي شاته پرېږدو اوټول په گډه ،په يوه عزم اواراده خپلو ملي گټواودهيواد راتونکې په هکله يواوبل ته لاس سره ورکړو. داسي يو سياسي ځواک جوړاورامنځته کړو چي داکثيت افغانانولپاره دمنلو وړوي .داحتمی نده چي ټول يو شان فکر وکړي اويا یوشان سياسي عقيده ولرو،خودااوس يوه ملي اړتيا،انساني دنده اوله وطن سره دمينې څرگندولوبهترينه بېلگه ده چي ټول يوځاي په صداقت اومېړانه دسياسي پوهی اوملي درايت په لروسره دخپل وطن دساتلو،ابادولواودزورېدلی ولس له پرېشانيودخلاصولولپاره کار پيل کړو.
که بهرنيان دوتلوږغ کوی موږ دې ته تيار اوسواو داسي سياسي ځواک اومشر چي وکولاي سي ددولتي اموروچاري پلاس کي واخلي ولرو.
بلې ! دڅوو لسیزو جگړو او په هیوادکې دوسله والوډلو،دهېروئينودپټو اوښکاره سوداگرو،جنگسالارو، ژبنی ،قومی اومذهبی  سوداگرو، خارجی لاسوهنو د هیواد سیاسی اوټولنيزنظام  ويجاړ کړی، چي اوس ئی په زړو خښتو دجوړیدوامکانات ډير لږ ياحتا بېخی نه ليدل کيږي . تر څودادولتي  سيسټم په کلی ډول اصلاح او تغیر و نه مومي ، دا ناورین  اوغميزه به ورځ په ورځ  زیاتیږی اوهيوادبه يوځل بيادبربادی کندې ته لوېږي .
ښه به دا وی چی د یوې لنډې او امتحاني دور ې لپاره د هیواد چاری یو داسی شخص  او سياسي ځواک ته و سپارل شی چی هغه په رښتياسره وکولاي شي داهيوادله دغه ناورين څخه دټولوپه بې علايشانه اووطنپرستانه مرستو وژغوري  . داډول ځواک اومشرئي بايد داکثريت لپاره دقبول وړ اوښه کاري سابقه ،استعداد اوتجربه ولري ،هغه بايد هیواد او خلکو ته په خدمت ژمن وي او دهیواد لوړې ملي گټی تر خپلو شخصي سازماني اونورو گټو لوړی و بولي  .
پدغه موده کي دنوی اساسي قانون اوياهمدغه اوسنی قانون پر بنياددعادلانه دموکراتيکو اوشفافو انتخاباتوپر بنياد پارلمان اوددولت مشرتابه دټاکلو لپار زمينه برابره سي . که چيري موږ اوتاسو پدې وتوانېږوچي لومړی موقته اداره او دهغه تر يوکلني مودې پاي ته ردسېدونه وروسته په گډه اويولاس دازادو انتخاباتو زمينه برابره کړواودولس لخوا ټاکل سوومشرانوتر شاودرېږو اومشران موهم دقدرت ترلاسه کېدووروسته  ملت هير نکړی اوپخوانيو مشرانوپرتوروقدمو پل کښې نږدي ،لکه دنړی نور هيوادونه دقدرت دترلاسه کېدوپر سر سيالي مويوازي وطن  ته دخدمت په موخه وي اوپه هيڅ ډول دښمنۍ اويودبل پر خلاف په تبلېغاتو اوجگړه بدله نشي ،پدې ډاډه يم چي ډير ژر به داهيوادله دغه شاته پاتي والي نه نجات ومومي. ډيره مهمه خبره ده چي پر پخوانيو ټولواختلافاتو پښه کېږدواوهغه دتل لپاره هير کړو،داچي پخوا څوک ،څوک واوپه کومه عقيده واويا اوس دکومي لاري پيروي کوي دادهرې ډلې اوشخص خپل کاردی خوپدې شرط چي ملي گټواونور افغاني منلو دستورونواومذهبی مقدساتو ته سپکاوی پکښي ونه ځلېږي يعني افغانستان  ديو خپلواک،بېطرف ،مسلمان ،دسولي  اونړيوالو ښواودوه اړخيزه گټورواړيکوپلوی هيواد په توگه چي ټولونړيوالو ميثاقونواوپرېکړوته وفادار وبولي،په ملي اونړيواله کچه ئي موخه يوازي دافغان ولس شېرازي  اوبسياژوند زمينه برابرول وي .
زه نه غواړم اوس دنوی حرکت کومه برنامه وليکم ،خوديوه افغان په توگه پر ټولوږغ کوم چي هيواد دبربادی په لور روان دی ،موږ ئي په سترگو وينو چي ډوبېږوراسی دلونگ تړلوپرځاې ئې دډوبېدومخه ونيسو،هيواد اوهيوادوالوته نجات ورکول زموږ ملي،اسلامي اونساني دنده ده ،که موداځل هم دادنده هير ه کړه خداي اوتاريخ به مو ونه بخښي .
 ومن الل التوفيق