کابل کې درې تنه د وسلو د دوربین د پلور په تړاو ونیول شول

کابل کې درې تنه د وسلو د دوربین د پلور په تړاو ونیول شول


  • 3 کاله دمخه (05/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1278

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د اتلسمې حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ کشفي - عملیاتي پلان په ترڅ کې درې تنه د وسلو د دوربین د پلور په تړاو چې په بزبزک مشهور دی، نیولي دي. 

یادو کسانو غوښتل څو د وسلو دا اړینه وسیله یوه کس ته د ۵ زره ډالرو په بدل کې ورکړي، چې د پولیسو منسوبینو د هڅو په پایله کې نیول شوي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی. 

سرچینه زیاتوي ترلاسه شوی دوربین په بېلابېل ډوله وسلو کې لکه: کلاشینکوف - RPG، درازنوف او دې ته ورته وسلو کې د نصب او استفادې وړ دی.