د ښوونکو د معاشونو ۲ زره افغانۍ زیاتوالی

د ښوونکو د معاشونو ۲ زره افغانۍ زیاتوالی


  • 3 کاله دمخه (17/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1030

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون او مالیې وزارت ترمنځ تر اوږدو بحثونو او ناستو وروسته بالاخره د بودیجې د تصویب په برخه کې رامنځ ته شوی بن بست مات شو او د جرګې غړي وايي، ښايي راتلونکې اونۍ بودیجه تصویب کړي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، مالیې وزارت منلې چې د کال تر نیمایي پورې به د معاشونو کوډ ته ۵ میلیارده افغاني ور زیاتې کړي او پنځه میلیاره نورې افغانۍ به د کال تر پایه په دغه کوډ کې اضافه شي.

د دې هوکړې له مخې د ښوونکو، ټیټ پوړو دولتي مامورینو او اجیرانو په معاشونو کې د ۱۴۰۰ کال د وري یا حمل له لومړۍ نېټې څخه ۲ زره افغانۍ زیاتې شوي.

د ولسي جرګې د مالي چارو اوبودجې کمېسیو وایي، حکومت منلې چې د ولسي جرګې ځینې وړاندیزونه چې ممکن دي د بودیجې په مسوده کې ځای پر ځای کیږي او په دې ډول د بودیجې تصویب ته نږدې شوي دي.

د ولسي جرګې رییس هم په عمومي ناسته کې له وکیلانو غوښتنه وکړه، چې د راتلونکې اونۍ یکشنبې پورې دې خپل وړاندیزونه د مالي چارو او بودیجې کمېسیون ته وسپاري، چې د ګډ کمېسیون د غونډې تر جوړیدو وروسته د بودیجې په اړه پریکړه وشي.

ولسي جرګې د راتلونکي ۱۴۰۰ کال د بودجې مسوده له دې امله دوه ځله رد کړه چې ګني توازن په پام کې نه دی نیول شوی او د ښوونکو او ټیټ پوړو مامورینو د تنخوا لوړېدو په برخه کې د ولسي جرګې وړاندیزنه له پامه غورځول شوي دي.