د ۳۱۸ روغتونونو جوړولو بودجه منظور شوې

د ۳۱۸ روغتونونو جوړولو بودجه منظور شوې


  • 1 مياشت دمخه (12/12/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 46

د سرپرست حکومت مشرتابه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو په موخه بودجه منظور کړې ده. 

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو روغتونونو د جوړولو لپاره د مشرتابه له لوري شاوخوا شپږ ملیارډه افغانۍ بودجه منظور شوې ده.

د دغه وزارت د مالوماتو پر اساس، د دغو روغتونونو جوړولو کارونه به نږدې راتلونکي کې په ګرمسیرو سیمو کې پیل شي، چې په لومړي قدم کې به یې په فراه، غزني او لوګر ولایتونو کې چارې پېل شي او په راتلونکي کال کې به یې په سړو سیمو کې کارونه پیل شي.