سبا د پاکستان ملي امنیت سلاکار، د طالبانو مېلمه دی

سبا د پاکستان ملي امنیت سلاکار، د طالبانو مېلمه دی


  • 2 کاله دمخه (17/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 938

سمسور (سه‌شنبه د مرغومي۲۷) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې سبا سه‌شنبه د دې هېواد ملي امنیت سلاکار معید یوسف د جنوري په ۱۸مه افغانستان ته سفر وکړي. 

د معلوماتو پر بنسټ، ښاغلی یوسف به له یوه پلاوي سره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د ارزونې او په دغه هېواد کې د بشري ناورین پر مخنیوي تمرکز وکړي.

په ورته مهال طالبانو هم ویلي، چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو په ځانګړي توګه ناروغانو ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ملیشو له‌خوا لګول شوي اغزن تارونه له‌منځه وړي وو، چې د پاکستاني چارواکو له غبرګونونو سره مخ شوی و.