له ایران او پاکستان څخه ۲۳۳ کورنۍ راستنې شوې

له ایران او پاکستان څخه ۲۳۳ کورنۍ راستنې شوې


  • 4 مياشتي دمخه (02/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 158

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د ۲۳۳ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

یاد کمېسیون په ورځني راپور کې ویلي، چې دا کورنۍ د کندهار په سپین بولدک، د ننګرهار په تورخم، د هرات په اسلام قلعه او د نیمروز په ورېښم سرحدي لارو له دغو هېوادونو څخه په اختیاري او اجباري توګه راستنې شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د یادو کورنیو له جملې څخه ۱۷۰ کورنۍ له ایران او پاتې ۶۳ کورنۍ له پاکستان څخه راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ایران حکومت اعلان کړی، چې ټول غیر قانوني کډوال باید له دغه هیواد څخه ووځي.