حامد کرزي فډرالي نظام او ملوک الطوایفي ته کار پیل کړی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ميرويس مايار
  • 1423

 پخوانی ولسمشر د خپلې ۱۳ کلنې واکمنۍ پر مهال د فډرالي نظام کلک مخالف و، خو له بي‌بي‌سي فارسي سره یې په خپله وروستۍ مرکه کې په خورا روښانو ټکو وویل چې طالبان هم لکه دولت حق لري چې یو شمېر سیمې ونیسي او واک پرې ولري. 

په ۲۰۱۳ کال کې چې په قطر کې د طالبانو د دفتر خبره راپورته شوه، حامد کرزي د بیرغ د پورته کولو په بهانه له دې کبله ورسره مخالفت وکړ چې په باور یې، امریکایانو غوښتل د افغانستان ځینې سیمې (څو ولایتونه) وروسپاري چې هغه مهال د ښاغلي کرزي په خبره، هغه هڅه د افغانستان د تجزیې او یا د فډرالي کېدو په ماناوه.
هغه مهال دغه پخواني ولسمشر په څو غونډو کې وویل چې که ټول افغانستان طالبان ونیسي باک یې نه‌شته، خو د یوې مشخصې سیمې ورخوشې کول د هېواد د راتلونکي له‌پاره ګواښ او خطر ګڼي او په هیڅ صورت یې نه‌شي منلای. 
ولې ۳ کاله وروسته د هغه نظر۱۸۰ درجې توپیر کوي او طالبان هم د دې حقدار ګڼي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې واک ولري.
اوس نو داسې برېښي چې هغه په دوحه کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د دې له‌پاره مخالفت کړی و چې نه یې غوښتل په افغانستان کې سوله راشي. 
که حامد کرزی هغوی ته اوس د ولایتونو او ځینو سیمو لاندې کول منلای شي، نو ولې یې دفتر ورته نه‌شوای منلای، ځکه چې که په افغانستان کې دننه هغوی کومه سیمه نیسي، نو بې‌له شکه به پرې خپل نظام چلوي او خپل بیرغ به پرې دروي او ټول سیسټم او د واک راکړه ورکړه به یې له دولتي هغې جلاوې.
ښاغلي کرزي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې وویل: 
"طالبان د کوم ځای دی؟ طالبان افغانان دي؟ که افغانان دي، يو افغان ځواک راځي او يو ځای نيسي. څه توپير لري؟ موږ هم افغانان يوو، نو که موږ يو ځای نيسو، څه حق لرو چې ويې نيسو؟"
که کرزی په همدې باور وي، نو په خپله دیارلس کلنه واکمني کې یې د طالب وسله‌والو پر ضد رښتینې مبارزه نه ده کړې او هسې یې جګړه توده ساتلې او یا په بله مانا وسله‌والو ته یې د پیاوړي کېدو زمینه برابره کړه.
په دې توګه پر کرزي هغه تورونه هم سم راخېژي چې ده په لوی لاس له زندانونو بندي وسله‌وال خوشې کړل چې جګړه ورسره توده شوه.
سره له دې چې د هغه دا وروستۍ څرګندونې په رسنیو کې د ډېرو خلکو له توند غبرګون او نیوکو سره مخامخ شوې دي او دا وینا یې د افغانستان دامنیتي ځواکونو تویو شویو وینو ته لوی توهین بلل شوی دی، خو تر دې مهمه دا ده چې حامد کرزي له امریکا سره د دښمنۍ په مبارزه کې د افغانستان په دننه کې د فډرال غوښتنې او ملوک الطوایفی غیرمستقیمو هڅو ته خس او خاشاک برابر کړل او ورته نورې نظامې ډلې چې نظامي زور یې په اوبه کېدو دی، د ځمکې د لاندې کولو او پر خلکو د واکمن کېدلو سیالۍ ته هڅوي.
د ښاغلي کرزي دا څرګندونې نه یوازې د طالبانو ورانوونکې جګړې ته مشروعیت او په تېرو ۱۵ کلونو کې د دولت مبارزې ته د ظلم او زیاتي رنګ ورکوي، بلکې په لوی لاس افغانستان د نظامي فډرال لکه عراق موډل یا نمونې ته ورکاږي چې هره قومي او مذهبي ډله په خپل تر نفوذ لاندې سیمه کې وسلې ته لاس او د خپلې خوښې سیسټم پر خلکو وروتپي.
دا لوبه په افغانستان کې بیا تر عراق ځکه ډېره ویجاړوونکې برېښي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه لکه ایران او پاکستان به دې اور ته پراخه لمن ووهي او د بډایه عراق خلاف بې وزله افغانستان به ژر دیوګوسلاویا په څېر برخلیک سره مخامخ شي.
د افغانستان په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې تر بل هر وخته د فډرالي نظام او ملوک الطوایفیو د پیاوړي کولو له‌پاره ډېر غږونه پورته او کلکې هڅې وشوې او په دې موضوع ان د لوړپوړو سیاستوالو تر منځ تاوده بحثونه وشول چې بې‌له شکه به دا ډول ویناوې د هغوی غوښتنې هم بډایې کړي.
که د حامد کرزي په څېر کسان طالبانو ته د افغانستان د یو شمېر سیمو د پرېښوولو او د هغو له خوا په زور د سیمو لاندې کولو جواز ورکړي، نو په سیاسي ډګر کې د فډرالي سیسټم غوښتونکي به تر دې هم ځان ډېر په حقه وګڼي او استدلال به یې دا وي چې دوی هم حق لري چې په خپلو سیمو کې د خپل ډول کورواکي ولري او که یې مرکزي دولت مخالفت وکړي، د طالبانو په څېر وسله پورته کولای شي.
اوس نو هغه لس کلنې انګېرنې پیاوړې کېږي چې ګنې ښاغلي کرزي سیمه‌ییز زورواکي او جنګسالاران وپړسول او د تل له‌پاره یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې مختلفو جنګسالارانو ته دا زور ور په برخه کړ چې په دې بې‌چاره ولس واک وچلوي او نظام ته تل یوه ننګونه وي.
اوس دا خبره صدق کوي چې حامد کرزي د افغانستان په مختلفو برخو له هغې برخې په شمال کې لکه عطا محمد نور په څېر کړۍ وهڅولې چې د ټوپک په شپېلۍ پر خلکو ناپایه حکومت وکړي او د مرکزي نظام پر وړاندې ژبه راوباسي. 
د طالبانو په تړاو د حامد کرزي وروستۍ وینا په افغانستان کې د نظامي نفوذ د پراخېدو له‌پاره جګړه کلونه کلونه نور هم غزولای شي او د هغو امنیتي ځواکونو روحیه کمزوې کوي چې همدا مهال له وسله‌والو سره په جګړه بوخت دي.
په دې ټولو سربېره د دولت او مخالفینو تر منځ یې د سولې خبرو اترو ته کلک ګذار ورکولای شي او طالبان د لازیاتو امتیازاتو غوښتنې ته هڅوي. 
حامد کرزي د طالبانو جګړه د پخوا خلاف کورنۍ بللې چې د بهرنیانو د ګټو له‌پاره تر سره کېږي.
د خپلې واکمنۍ پر مهال به تل کرزي د افغانستان جګړه بهرنۍ او په امریکا او پاکستان پورې تړلې بلله او باور یې دا و چې که هغوی وغواړي دا جګړه په یوه ورځ کې پای ته رسولای شي، خو اوسنی باور یې د پخوا خلاف طالبان برحقه جنګیالي ګڼلي چې د افغان دولت په څېر وسله کارولای شي او سیمې لاندې کولای شي.
دا څرګندونې یې پاکستانیانو ته هم وسله په لاس ورکولای شي چې د کرزي په خبرو استدلال وکړي چې طالبان د خپلو حقونو له‌پاره په کورنۍ جګړه بوخت دي، نه د دوی په لمسون او جګړه د افغانستان کورنۍ ستونزه وبولي.
سرخط ورځپاڼه