المان د جمشید شارمهد د اعدام له امله د ایران سفیر احضار کړی او له ایران یې خپل سفیر المان ته غوښتی دی.
د ایسنا ایرانۍ رسنۍ د خبر له مخې شارمهد ایراني الاصله المانی او د تندر په نوم د یوې ډلې له مهمو غړو ؤ.
د المان د بهرنیو چارو وزارت چې تردې وړاندې یې هم د شارمهد د اعدام حکم غندلی ؤ، نن یې ویلي چې د ایران سفیر یې احضار کړی دی.
دغه وزارت همداراز ویلي چې په تهران کې یې سفیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او په دې اړه یې خپل سخت اعتراض څرګند کړی دی.