مؤید یوسف ولې کابل ته راغلی

مؤید یوسف ولې کابل ته راغلی


  • 2 کاله دمخه (01/02/2022)
  • سید خالد سادات
  • 992

يوسف موييد تر دې وړاندې په امريکا کې د سولې انستيتوت اسيا برخې مرستيال وه. امريکا کې يې د پاکستان لپاره د لابي ګربۍ فعاله دستګاه وچلوله چې بلاخره عمران خان راوست او د ملي امنيت شورا سلاکار يې مقرر کړ. دا ښاغلی د پاکستاني ګټو لپاره هومره ژمن دی لکه څرنګه چې يې پوځ او استخبارات ټوله دنيا د پنجاب پر سر نړوي. دوه ورځې  تر مخه کابل ته راغلی او لا مالومه نده چې لا تراوسه د کابل يخې شپې تجربه کوي که تللی. نه يې د سفر اجنډا معلومه ده او نه يې د چوکۍ مناسب خبرې ځان سره راوړي. د ملي امنيت شورا سلاکار پوزيشن د جمهور ريس يا صدر اعظم تر څنګ د اجريواي ځواک لومړۍ درجه چوکي ده چې حتی وزيران ځانته بللی شي. کابل ته په راتګ بايد اصولا د خپل سيال سره بايد وګوري. دا چې ط.البان لا ت. اوسه د ملي امنيت شورا سلاکار چوکۍ نلري، نو دده راتګ په هيڅ صورت نشي توجيه کيدلی. 

دويمه خبره د هيوادونو په اړيکو پورې مربوطيږي‌. کله چې د هيوادونو تر منځ سياسي او ډپلوماتيکي اړيکې نه وي ، د تخنيکي مسايلو او نورو هوکړه ليکونو د اجرا ضمانت له لومړي سره سقوطيږي او د‌عمل جامه نشي اخيستلای. نو کله چې يې خبرې د تحقق جامه نشي اغوستلای بيا نوموړی کابل کې د څه شي غر پيشی وهي.

 

دريمه مهمه خبره د يوسف معيد او ط.البانوتر منځ د اجنډا پر خبرو ده. تر اوسه د پردې مخې ته يوازې ډير عادي او کم ظرفه موضوعات لکه د تجارت مسايل او د‌کابل په دشت برچي کې د جناح روغتون څخه ليدنه ښکته پورته کيږي. دغسې کوچني او نور واړه موضوعات د ملي امنيت شورا سلاکار پوزيشن سره داسې ښکاري لکه يو څوک چې د موټر اخيستو پسې ووځي او کور ته د ماشومانو بايسکل راولي. اما دا بايد له ياده ونه باسو چې مهم موضوعات لکه ډيورنډ کرښې پر سر خبرې او پاکستاني ط.البانو سره د افغان ط.البانو او په ځانګړي ډول د‌ اکاني شبکې په وساطت خبرې دي چې وار له مخه يوسف د خپل سفر اجنډا ګڼله، پټې پاتي. داسې بريښي چې اصلي موضوعات پر کوچنيو خبرو پټيږي او افغانان له هر څه ناخبره پاتې کيږي. 

 

اخره خبره د افغانستان حساسو ادارو ته د يوسف معيد تګ دی. اټرا د افغانستان ټول مخابراتي سيستم کنټرولوي او د افغانستان اتباعو د راز او نياز مسلې هملته خوندي دي. د افغانستان ملي ډيټا سنټر هم مخابراتو وزارت کې دی. د سلام، افغان ټيلي کام او د افغانستان سايبر سيکيورټي مخزن هم مخابراتو سره دی. دا بايد وپوښتل شي چې معيد د افغانستان د حساسې ادارې اټرا کومې برخې سره د‌همکارۍ ډاډ ورکړی. دا څه عادي خبره نده چې د يو معين او يا ريس کار دې د ملي امنيت شورا سلاکار وکړي. د افغانستان سايبري فضا کې د پاکستان غوندې خلکو دخالت د مملکت تباهي ده. دوي اوس هر څه ته د خپل ملکيت په سترګه ګوري. هغه اړيکې چې مونږ يې بايد نړۍ سره ولرو، دوي يې ځانته د‌سويچ اړولو کوښښ کوي. پنجاب پدې فکر دی چې د تير شکل جمهوريت اساسات څنکه ونړوي او دا يې ښکاره ثبوت دی چې د ملي امنيت شورا سلاکار يې د افغانستان حساسو ادارو کې دهلیز په دهليز ګرځي څو ومومي چې دلته څه روان دي. دا وطن ژغورل غواړي او لومړی يې له تورپنجابي د امان لټه مهمه ده. زمونږ هر اواز او غږ د پنجاب پر مخ کلکه څپیړه ده.