بدخشان کې یوه نجلۍ تر شپږ میاشتني کورني بند وروسته آزاده شوه

بدخشان کې یوه نجلۍ تر شپږ میاشتني کورني بند وروسته آزاده شوه


  • 1 کال دمخه (18/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 386

د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې هغه نجلۍ خوشې شوه، چې د خپلې میرنۍ مور له لوري په کورنۍ بند کې ساتل شوې وه.  

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې امنيتي ځواکونو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې نن له غرمې مخکې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د خپلې میرنۍ مور له لوري د کور په ځمکنۍ( تهکوي) کې بندي کړای شوې وه، د امر بالمعروف محتسبینو په همکارۍ آزاده کړې ده. 

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې نجلۍ روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی او د بهارک ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوې ده.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې ځینې کسان تر کورنۍ بند وروسته خوشې کړل شوي دي.

په افغانستان کې د دا ډول پېښو لامونه کورنی تاوتریخوالی او فقر ښودل کېږي.