کابل ښار کې د وسلو یوه پخوانۍ ډيپو موندل شوې

کابل ښار کې د وسلو یوه پخوانۍ ډيپو موندل شوې


  • 1 کال دمخه (26/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 577

امنیتي مسؤلین وایي، د کابل ښار په ۶مه حوزه کې د وسلو یوه پخوانۍ ډيپو کشف شوې ده.   

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه پخوانۍ ډيپو د سړک جوړولو پر مهال کشف شوې ده.   

ځدراڼ لیکلي، چې په یادې ډیپو کې ۱۴۵ فیره د بم یک مرمۍ، ۶۸ فیره د هوان مرمۍ، ۲۵ فیره د راکټ مرمۍ، ۲۴ بکسې د فیکا او دهشکې مرمۍ، ۳۰۰۰ خفیفه مرمۍ، درې کړۍ فشاري ماینونه او  څلور فیره د اګا ایس مرمۍ ترلاسه شوې دي.

هغه دا نه دي ویلي، چې یاده ډیپو له کوم وخت راهیسې سیمه کې موجوده وه. 

تر اوسه دا هم معلومه نه ده، چې په ترلاسه شويو مهماتو کې څومره یې له منځه تللي او څومره یې د کارونې وړ دي.

په افغانستان کې له پخوانیو جګرو څخه پاتې شوي تجهیزات لاهم د ملکي وګړو ژوند ګواښي.