پاکستان: له افغانستان او مرکزي اسیا سره اقتصادي اړیکې پراخوو.

پاکستان: له افغانستان او مرکزي اسیا سره اقتصادي اړیکې پراخوو.


  • 3 کاله دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1367

سمسور (یکشنبه - وری ۱۵) پاکستان وايي، په دې هڅه کې دي چې له افغانستان او مرکزي اسیا سره خپله سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.

د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ خونو چارواکو ویلي، یاد هېواد د اقتصادي ودې په موخه له افغانستان او مرکزي اسیا سره د ښو اقتصادي اړیکو لرلو ته اړ دی.

سرچینو ویلي، پاکستان مجبور دی چې نوې او کارنده تګلاره جوړه کړي او د افغانستان په ګډون له مرکزي اسیا هېوادونو سره دوه اړخیز سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي، چې د ټولو د پرمختګ لامل شي.

د سرچینو په حواله دوی همدا راز ټینګار کړی، چې ډېر ژر به یوه داسې تګلاره چمتو کړي، چې له مخې به یې له افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.