لغمان کې اورلګېدنې د یوې تنکي ماشومې ژوند اخیستی

لغمان کې اورلګېدنې د یوې تنکي ماشومې ژوند اخیستی


  • 10 مياشتي دمخه (02/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 418

په لغمان ولایت کې په یو کور کې د اورلګېدنې له امله یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د یاد ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده اورلګېدنه نن سهار د قرغیو ولسوالۍ په چپه دریا کلي کې د سیف الرحمن په نوم د یو کس په کور کې رامنځته شوې ده. 

خبرپاڼه کې راغلي، چې سیمې ته امنیتي مسوولین پر وخت رسېدلي او د خلکو په مرسته یې اور مړ کړی؛ خو ماشومې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، وژل شوې ماشومې درې میاشتې عمر درلود.  

سرچینې د دغې پېښې لامل د برق شارټي ښودلې ده.  

که څه هم سرچینې په دې پېښه کې د اوښتي مالي زیان په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې کور په بشپړ ډول سوځېدلی دی.