د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیري په مشرۍ د سرپرست حکومت یوه پلاوي د آستانې په نړیوال فورم کې د ګډون په موخه قزاقستان ته سفر وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې عزیري به په دې فورم کې د افغانستان اقتصادي ودې او پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې د آستانې په نړیوال فورم کې به د نړیوال اقتصاد، اقلیمي بدلونونو، نړیوال امنیت، دوامدارې پرمختیا او سیمهییزو همکاریو په اړه بحثونه وشي.
ټاکل شوې ده، چې دا فورم د غبرګولي میاشتې په ۸مه او ۹مه نېټه د قزاقستان په آستانه ښار کې جوړ شي.