د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرايلو لومړي وزير نتنياهو ته ګواښ کړی دی چې د امريکا او ايران ترمنځ د روانو مذاکراتو پر مهال به يې پر ايران برید مناسب کار نه وي.
ټرمپ خبريالانو ته ويلي دي چې له ايران سره يې مذاکرات ډېر ښه پر مخ تللي دي.
د ايران او امريکا ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاوه ترسره شوي، خو لا هم يوې معلومې پايلې ته ندي رسېدلي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې اسرايل پلان لري ترڅو د ايران اټومي تاسیسات په نښه کړي.