کندوز کې په تېرو ۴۰ ورځو کې موسمي مرضونه ډېر شوي

کندوز کې په تېرو ۴۰ ورځو کې موسمي مرضونه ډېر شوي


  • 1 کال دمخه (09/12/2023)
  • حسرت
  • 449

د کندوز ولايت حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د يخنۍ په رارسېدو سره په تېرو ۴۰ ورځو کې  موسمي ناروغۍ په دغه ولایت ډېر شوي دي. 

 

 د کندوز ولايت حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محب‌الله ناصري وایي چې په تېرو ۴۰ څلوېښتو ورځو کې د يخنۍ په رارسېدو سره د دغه روغتون عاجلې برخې ته شاوخوا 2400 ناروغانو مراجعه کړې چې ډېر شمېر یې په عاجلې برخې کې تداوي شوي او هم مهاله رخصت شوي دي او له ډلې یې شاوخوا 186 تنه بستر شوي چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي. 

ناصري زیاتوي چې دغه څېر ناروغۍ د يخنۍ په موسم کې ډېرېږي او په لويانو کې فصلي یا موسمي ناروغۍ لکه سینه او بغل، طرق تنفسي او په ماشومانو کې د ستوني درد، سينه او بغل او ويروسي ناروغۍ دي چې په همدې موسم کې پیدا کېږي. 

د یادونې وړ ده چې د کندوز حوزوي روغتون د شمال ختیځ زون په کچه فعالیت کوي چې د کندوز په شمول تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ناروغان دغه روغتون ته د درملنې په موخه راځي.