د حماس پلاوي؛ غزه کې د اوربند په اړه پیل شوې خبرې نیمه کې پرېښودې

د حماس پلاوي؛ غزه کې د اوربند په اړه پیل شوې خبرې نیمه کې پرېښودې


  • 9 مياشتي دمخه (08/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 298

 

د حماس ډلې پلاوي تېره ورځ په قاهره د غزې اوربند په اړه پیل شوې خبرې نیمه کې پرېښي دي.

یاد پلاوي ویلي، اسرائیل یوې داسې مواققې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې ناکامه کړې چې د یرغل د پای ته رسېدو، د خپلو ځواکونو د ایستلو او خپلو مېنو ته د فلسطیني کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره کېږي.

که څه هم تمه وه، چې د یادو خبرو په پایله کې به په غزه کې اوربند وشي؛ خو اسرائیلو دغو خبرو ته خپل پلاوی نه و استولی.
اسرائیلو ویلي وو، چې لومړی دې ورته د خپلو ژوندیو پاتې یرغملو کسانو لیست ور وسپارل شي.

په غزه کې د موقت اوربند خبرې له څو اوونیو راهیسي د قطر، مصر، امریکا او اسراییل ترمنځ روانې دي، خو مصر او قطر د قاهرې د خبرو اصلي منځګړي دي.

 

پر اسراییل د منځګړو او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري د اوربند په خاطر فشارونه زیات شوي دي.