د پاکستان د پوځ لوی درستیز له سرپرست حکومت غوښتي چې چاته دې د افغانستان له خاورې د تر.ور.ېستي کړنو د ترسره کېدو احازه نه ورکوي.
جنرال عاصم منیر زیاته کړې، چې له سرپرست حکومت یې هیله داده تر څو د افغانستان له خاورې هيچاته اجازه ور نه کړي چې د تر.ور.یستي کړنو لپاره ترې استفاده وکړي او په خبره یې په دغه برخه کې باید جدي اقدامات وکړي.
نوموړي په "سولې او ثبات کې د پاکستان د رول" په نوم کنفرانس کې د ټيtپي په اړه ویلي چې یاد تحریک بېلابېلو تر.ور.ېستي ډلو ته ځای ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې سرپرست حکومت دې ته ورته ټولې ادعاوې بېځایه بللي او په خبره یې هیچاته د دغه ډول کړنو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي.