سمسور نیوز (۳سلواغه۱۴۰۱) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې له افغانانو سره پراخو مرستو ته اړتیا ده.
یادې ادارې تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې سږنی ژمی د تېرو څو کلونو په پرتله ډېر سوړ دی او اړتیا ده، چې په دې سخت ژمي کې له افغانانو سره نورې مرستې هم وشي.
اوچا دغه راز لیکلي، چې تر اوسه یې له ۵۶۵ زره او ۷۰۰ کسانو سره مرستې کړې دي.
څو ورځې وړاندې یادې ادارې ویلي و، چې روان کال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر اوسه په هېواد کې د سړې څپې له کبله ۱۰۴ کسان او ۷۰ زره څاروي وژل شوي.