پاکستان څه کوي؟

پاکستان څه کوي؟


  • 2 کاله دمخه (01/08/2021)
  • یحیی یعقوبي
  • 1113

دا څه موده که هر ټلویزوني چېنل ګورو یا د فیسبوک نړۍ, نو ‌‌ډېر کله د پاکستان پر ضد تبصرو او لیکنو باندې مصروفېږو.  د اکثرو دولتي چارواکو, شنونکو او حتی عامو وګړو پر خوله همدا یوه خبره ده, چې پاکستان مو ازلي او مکار دښمن دی او تر هغې مو په کرار نه پریږدي, چې ښکاره او عملا سره لاس او ګریوان شوي نه یو. 

ولسمشر او امنیتي چارواکي مو حتی په ځلونو دا خبره کړې او کوي, چې اسلام اباد تل دوه مخیتوب کړی او په افغانستان کې عملا نااعلان شوې جګړه مخې ته بیایي.

عیني واقعیتونه هم همدا وایي او موږ هم باید پرخپل دولت او چارواکو دومره بې باوره نه شو, چې پر هرې خبرې شک وکړو. رښتیا هم پاکستان له ایجاد راهیسې د افغانستان په ستونزو او جنګونو کې مستقیم یا نامستقیم دخالت کړی او لا یې کوي. ښکاره په افغانستان کې د ثبات  او سولې خبرې کوي, خو ترشا بیا هر راز اختلافاتو او شخړو ته لمنه وهي. دوی به دا تګلاره د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره غوره ګڼي, چې هر دولت ته مقدمې دي او زموږ دولت هم باید ورته لومړیتوب ورکړي.

ښه پوښتنه دا ده, چې پاکستان ولې د خپلو ملي ګټو  لپاره راسره مخامخ او اعلان شوې جګړه نه کوي?

 ځوابونه به ‌ډېر وي, خو زه دلته څو ټکو ته اشاره کوم:  له لویه سره په اوسني نړیوال نظام او سیاست کې مخامخ او اعلان شوې جګړې ‌ډیرې کمې پېښېږي. حتی ‌ډېر ځواکمن دولتونه خپلو کمزوریو سیالانو سره مخامخ او مستقیم پوځي جنګ ته تر هغې زړه نه ښه کوي, څو مقابل لوري پرې تعرض نه وي کړی, چې دوی بیا خپل برید ته دفاعي یا انتقامي نوم ورکړي. که خبره د پاکستان وکړو, نو دا دولت هم پخپل همدې خام عمر له ‌‌ډېر پاخه سیاسته کار اخلي. دوی له اوږدې مودې راهیسې په کور دننه شته ناخوالو سره سره, له یوې خوا د هند په څېر یو سیمیز قوي نظام سره اړم دي او له بل لوري افغانستان سره. له هند سره څو ځلي مخامخ او اعلان شویو جګړو تجربو ته په پام پوهیدلي, چې تر ګټې تاوان ‌ډېر دی. نو ځکه بهتره ګڼلې او ګڼي چې له دواړو غاړو د خپلو اهدافو د حصول لپاره له استخباراتي او پټو جنګونو کار واخلي. 

پاکستان د یوه اټومي قدرت او نسبتا پیاوړي پوځي ځواک سره سره, له اعلان شوي او ښکاره جنګه ځکه ځان ساتي چې: 

1. تر نړیوال انتقاد او فشار لاندې راځي او نړیوالې اړیکې یې زیانمنیږي.

2. په اعلان شوې جګړه کې احتمال شته چې افغان دولت  د سیمې او نړۍ له مادي او معنوي مرستو برخمن شي, چې بیا هم د پاکستان په زیان دی.

3. اعلان شوې او مستقیمې جګړې خصوصا د ګاون‌ډیو دولتونو ترمنځ دواړو( کمزوري او زورور) اړخونو ته هر اړخيز اقتصادي, پوځي او ټولنیز زیانونه اړوي.

4. له کړو ارزونو او څېړنو پوهېږي چې په همدې تګلارې خپلو اهدافو ته ښه رسیدلي, نو ښکاره دښمنۍ او جګړې ته څه حاجت.

5.د اعلان شوې جګړې په صورت کې ممکن په کور دننه هم له سختو ننګونو او اختلافاتو سره مخ شي. خصوصا د بلوڅو او پښتنو قومونو مخالفت چې اوس هم ورته یو سرخوږی دی.

6. او په دې صورت کې ممکن اکثریت او حتی ټول افغان قومونه متحد او یو غږ شي, چې پاکستان او حتی نور دولتونه کله هم دا نه غواړي.

اوس نو په داسې یوه حالت کې افغان دولت ته یوازینۍ لاره دا ده چې له جوشه نه, له هوشه کار واخلي. سیاستوال مو همدومره چې د خپلو شخصي او ګروپي ګټو خوندي کولو ماهران دي, نو د داسې ملي ګټو ساتلو کې هم لږ مهارت وښئ. دوی باید داسې تګلارې جوړې کړي, چې هم ددښمن د پټو بریدونو مخه ونیسي او هم د کمزوري کولو لپاره پرې وار مخکې کړي. د دې لپاره یوه تر ټولو ښه لاره د مقابل له کمزوریو کار اخیستل او په داخل کې د ټولو مربوطه دستګاوو همغږي او یووالی دی. معنا دا چې که زموږ دولتداران اول خپلې مربوطه دستګاوې پوره همغږې او فعالې نکړي, پاکستاني عناصر تشخیص او له صحنې لرې نکړي, په کور دننه فساد, بې عدالتۍ, اختلافاتو, ناقانونیو او نورو ستونزو حل کولو ته عملا ژمنتیا ونښئ, نو هغوی به مو همداسې ځپي او موږ به یې کنځو. خو که واکداران مو سم شي, نو بیا د راکړو څپېړو حساب ورسره سخته خبره نه ده.