القاعده به څوګ خپل راتلونکی رهبر وټاکي؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ایمل یوسفز
  • 1010

ژباړه: ایمل یوسفز
د اسامه بن لادین له مرګ نه وروسته، داسې پوښتنې راولاړیږي، چې د القاعده راتلونکی رهبر به څوګ او څنګه به ټاکل کیږي. ددې پوښتنې ځواب د القاعده شبکې ، قوانینو، او مرامنامې  پورې اړه لري، لکه څنګه چې یوه ښه اداره یې لري.دغه اصول او قوانین د بنسټ ایښوودنکو لخوا لیکل شوي دي، د هغوی له ډلې نه به اوس کوم یو ځان د راتلونکي مشرۍ لپاره چمتو کوي.دوی په دې اړه ، واضح او روښانه کړنلاره لري، او تر اوسه پورې به یې خپل نظریات څرګند کړي وي، چې دغه  مهم بهیر څنګه سرته ورسوي. دوی به وروسته له یوې ژورې څیړنې د نوي رهبر په هکله پریکړه وکړي.
د القاعده شبکې په پروتوکول کې  ، (چې ځیني پخوانۍ  نسخې یی ، د ویست پاینټ د ترهګرۍ سره د مبارزې په مرکز کې شته دي) په روښانه ډول  د بریا د ځنځیر ذکر شوی دی. په هغه پیښه کې چې د القاعده مشر یا امیر نیول کیږي او یا وژل کیږي، رهبري  د امیر مرستیال ته ( چې اوسمهال ایمن الظواهیری دی) انتقالیږي. چې  اجرایي  شورا به ورته د تاییدول لپاره رایه ورکوي، چې دده دنده د امیر په توګه د تل لپاره تصدیق کړي، او یا هم نوی رهبر وټاکي. که چیرته دواړه امیر او مرستیال  په یو ځای مړه یا نیول  کیږي، مشري په موکت ډول د اجرايي شورا مشر ته سپارل کیږي. بیا هم رایه پرې اچول کیږي، چې دی د تل لپاره امیر وټاکي او یا هم بل څوګ د رهبر په توګه وټاکي. اجرايي شورا د امیر او دهغه مرستیال او د القاعده د  نورو پخوانیو غړو څخه  جوړه شوې. معمولآ له هغو کسانو څخه چې د القاعده شبکې مخکښان بلل کیږي، لکه په  ، نظامي، امنیتي، او اداري برخو کې. دا یوه وړه ډله  ده، او داسې ویل کیږي، چې اوس د ګوتو په شمیر غړي لري. اګر چې په هغه وخت کې چې القاعده په افغانستان کې په ډاډه زړه میشته وه، لس  تنه غړي یي درلودل.او له همدغې ډلې نه به د القاعده مشر ټاکل کیږي، دا په داسې حال کې ممکنه ده ، چې ایمن الظواهري او د هغه مرستیال مړه شي او یا هم ونیول شي او یا داسې پریکړه وشي، چې دی د رهبرۍ لپاره مناسب کس ندی.
د ځینو معقولو دلایلو له مخې ،  القاعده، قصدآ ندي غوښتي ،چې ځیني هغه کسان چې د مشرۍ وړتیا لري، عامه انظارو ته ړواندې کړي. ددې پر ځای دوی هڅه کړې  ، چې هغه مشران چې  له مخکې نه خلکو او نړۍ ته ورپیژندل شوي دی، ددوی تصویر جوړ کړي او دهغوی د پیژندلو لپاره کار وکړي. او په ورته وخت کې یې  ددویم نسل  د ځینو مشرانو د پیژندلو چاره هم تر یوه حده سرته رسولې. لکه ابو یحی اللیبي، چې یو کریسماتیک کس دی او کولای شي ، چې د القاعده نه د دفاع او د ځینو نیوکو د دفعه کول په خاطر ، نور په ځان راټول کړي. په هر حال ددویم نسل پاتې شوي مشران به  په ځان خپل کورني نومونه کینږدی. د امریکا متحده ایالتونه یوزیات شمیر مالومات ، او عملیاتي نوټونه ، چې د القاعده د مشر اسامه بن لادین  له کور نه یې د پاکستان  په ایبټ اباد ښارګوټي  کې لاسته راوړي، له ځان سره لري. د امریکا استخباراتو به تر اوسه پورې ، خورا ارزښتناک مالومات، ددغو مشرانو ، او ددوی د پټنځایونو ، مخابراتي لیکو، او ددوی د عملیاتي، پلانونو په اړه  لاسته راوړي وي. مګر له دغو مالوماتو نه کار اخیستل څه اسانه کار نه دی. د بن لادین له مړینې نه وروسته به د القاعده ، ټولو غړیو خپل مخابراتي اړیکي بندې کړې وي. د ایمن الظواهیري ټاکل د مشر په توګه او هغه ته  ووټ ورکول، مخابراتي اړیکې ته اړتیا لري ، چې  په اوسني حالت کې به ددوی لپاره ډیر  خطرناک وي .
که چیرته دوی وغواړي ،چې کوم یو  د نوي مشر په توګه غوره کړي، د القاعده د  نوي مشر اعلامول له افغانستان او یا هم له  پاکستانه، یو څه وخت ته اړتیا لري،.
ددې ډیر احتمال موجود دی ، چې د القاعده شبکې ، هغه مشران ، چې په نورو ځایونو کې میشته دي او  له اسامه بن لادین سره یې د بیعت لاس ورکړی وو، دوی به ایمن لظواهیري د القاعده شبکې د مشر په توګه اعلام کړي. دغه څرګندونې به د سیف العدل ، چې داسې فکر کیږي، چې دی د القاعده، د نظامي شورا مشر دی،  او د ابو حفث الموریتاني،  دبحري شورا پخوانی مشر، لخوا راشي، چې ددواړو په هکله داسې فکر کیږي، چې په ایران کې دي، او یا به هم په عربي جزیره کې د القاعده شبکې مشر ،نصیرالوحیشي، د اسامه بن لادین دځای ناستی اعلام وکړي، چې نوموړی، تر ډيروخته پورې د اسامه بن لادین شخصي سکرټر هم و. په مغریب او عراق کې د القاعده دوه مشران ، ابو موصب عبدلودود، او ابو سلیمان به هم ددغه وړاندیز ملاتړ وکړي.
په دې سره  به د بن لادین له مرګه وروسته  په افغانستان او پاکستان کې دالقاعده دمشرانو له سر څخه ، له یوې خوا  فشار  کم  شي، او له بلې خوا  به خپل د محافظت  او د  شبکې د عملیاتو چارې ګړندۍ کړي. اګر چې عدل او موریتاني به په ایران کې پاتي شي ، خو دوی به د مشرتابه په چارو کې فعاله ونډه ولري. یا به د مرستیال او یا به هم د اجرايي شورا د غړیوپه توګه، خپلې چارې په مخ بوځي. دالقاعده  اجرايي شورا کله چې له افغانستانه وتښتیدله اوخوره وره شوه د ۲۰۰۱م کال نه را وروسته  په بالقوه ډول عملیات تر سره کړي دي.
د نوي مشر سره  بعیت کول او یا هم هغه ته رایه ورکول به  نورو مشرانو ته د واک ورکولو او د غړیو پر ځای د وکالت کولو په ډول او یا به هم د قاصد له لارې تر سره شي. د لوړې  د یادولو په وخت کې د خلکو په وړاندې د  بیان  اجازه شته، مګر تر ټولو نه  اړینه دا ده، چې غړي په دې پوه شي چې دغه سوګند یا بیعت  د امیر یا د رهبر د موقف لپاره دی، نه د شخص لپاره.
د بن لادین له مړینې وروسته ، د بیعت ژمنه سم دم ظواهیري ته انتقالیږي، او دغه بیعت کم تر کمه د موکتې دورې پورې وي. اواحمتال لری، چې په راتلونکي  اونیو او میاشتو کې  بیا هم تصدیق شي.
ددې وسوسې  امکان هم شته، چې د شبکې تر مینځ انشعاب، او نورې ډلې رامینځته شي، چې ځوان مشران دالقاعده واګې په لاس کې ونیسي. مګر تر اوسه پورې ددوۍ ترمینځ یوالی حاکم دی.
د اسامه بن لادین له مرګه وروسته، د القاعده لومړی هدف دادی ، چې ژوندي پاتي شي او پر مخ ولاړ شي. کیدای شي ، چې ظواهیري به هم ډیر د پام وړ او جذبونکې کس نه وي، چې د القاعده د رهبر په توګه ونومول شي. نوموړی له تیرې یوې لسیزې څخه د القاعده شبکې دویم کس په توګه پیژندل کیږي. او د بن لادین پر ځای نه یوازې د ډیرولویو بریدونو د ترسره کولو د همغږۍ او د تاییدول امر ورکړی، بلکه ، د القاعده د نورو څانګو سره د اړیکو په ساتلو کې لوی رول لوبولی. هغه ډیر مشهور دی، او اعتمادی  کس دی. او امیر ته  په وفادارۍ  باندې  د القاعده په شمول په ټول سلفي ډلو کې ډیر تاکید کیږي. په لڼد مهال کې دغه فکتورنه به د ظواهیري لپاره  ډیر ګتور وي، چې د اوږد مهال لپاره د شبکې د مشر په توګه ونومول شي.
داهم د وسوسې وړ ده ، چې ، نور هغه کسان  هم چې د مشرۍ طرحې لري وپیژنو: ابو یحی اللیبي ، او اتیه عبدالرحمن  دواړه  لیبیایی ،چې د په دې وروستیو کې د القاعده په لیکو کې راپورته شول، اودالقاعدې په پروپاګندا کې ډیر وځلیدل. او یا هم انور الاواکی، چې په امریکا کې زیږدلی دی ، او دده هغه  وړاندیز چې  انګریزي ژبو وګړو ته کړی و، ډیر  پیاوړی و، دی ډیری وخت د القاعده د ځلیدونکي ستوري په لقب یاد شوی دی. اولاکي د القاعده، له بنسټګرو، او پیلوونکو غړیو څخه ندی. او نه هم له بن لادین سره تاریخي او پخوانۍ اړیکي لري. نوموړی، یو نوی غړی دی، او له القاعده سره ، رسمي اړيکي لري، او دده د جدیت درجه هم لا تر اوسه روښانه نده. په تیره بیا نوموړی ، نظامي تجربي نلري، او د عربي جنګیالیو په منځ کې ، له  ډیر قیمومیت څخه هم برخمن ندی. دوو لیبیايي ستورو، او یا هم  د القاعده ډلې په منیځ کې هغو نورو کسانو ته ، چې د القاعده د مشرتابه هڅې کوي،  ډیره ستونزمنه ده، چې دغه موقف لاسته راوړي، ددې شک موجود دی ، چې دوی د امیر د موقف د لاسته راوړلو طرحې لري. په حقیقت کې د امیر د ټاکلو یوه ځانګړتیا  داده ، هغه څوګ چې د قدرت د لاسته راوړلو په هڅه کې وي، او یا هم ډیر لیواله  وي، چې د امیر موقف لاسته راوړی، باید، چې د مشرۍ لپاره ونه ټاکل شي. تر اوسه پورې د لنډ مهال لپاره ، او تر هغې چې یا وژل شوی نه وي او یا هم نیول شوی نه وي، ظواهیري به د القاعده مشر وي. مګر څوګ به دده مرستیال وي. دا هم امکان لري،چې د عملیاتو دامنیتی محدودیتونو له وجې ،څوګ د مرستیال په توګه ونه نومول شي. د ا به د القاعده  مشرتابه ته د ضرر پیښیدو  ښکارندوی وي. که چیرته هغه مالومات چې د اسامه بن لادین له کوره لاسته راغلي دی،  د نورو غړیو د نیولو او یا د وژلو لامل وګرځي، ممکنه ده ، چې د القاعده شبکې د لوړپوړو غړیو نومونه ، ګنګ او تقلبي شي.
پاکستان باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کیدای شي ،چې ګټور ثابت شي. د القاعده شبکې د غړیو  تر مینځ د اړیکود محدودیدلو، په څنګ کې هوايي بریدونه به ددوی د پریشانۍ لامل وګرځي، او حتې ددوی غړي به دومره نا توانه شي، چې  خپلو کې به یو د بل له حال خبر نشي ، چې څوګ مړ شو او څوګ ژوندی دی. مګر دا ټول شیان لا تر اوسه د ګمان به حد کې دي. موږ د استخباراتو په هدف لا نه پوهیږو ، چې د لاسته راغلیو مالوماتو څیړل به څومره وخت ونیسي او څه وخت به په عملي کړنو بدل شي. په امریکا باندې فشار به ددې لامل شي، چې ابهام ډیر ژر له مینځه یوسي، او عملي اجرات تر سره کړي.همدارنګه القاعده به هم ډیر ژر ځان پناه کړي. نو پر دې بنسټ د القاعده په مینځ کې موجوده وضعه به  همداسې پاتې شي. د نوي امیر په توګه ظواهیري او ترینه راچاپیره مشرتابه  به هڅه وکړي، چې  د معمول په څیر  خپلو کارونو ته ادامه ورکړي، او په دې سره به د القاعده شبکې په مینځ کې ، خپل د  اقتدار د مهر او موم کولو چاره تر سره کړي. پخپلو لیکو کې د اتحاد او یوالي  د ساتلو  لپاره  ددوی تر ټولو اغیزمن کار به دا وي ، چې په ختیځ باندې ډیر بریدونه تر سره کړي. د القاعده د بهرنیو عملیاتو برخه ، چې په دغه شبکه کې تر ټولو منظم او اداری، تشکیلات لري ممکن چې،   ځینې عملیاتي، حرکات تر سره کړي، په همدې حال کې هغه عملیات ، چې د تر سره کولو په حال کې دي، اجازه  تر لاسه کړي، چې مخ پر وړاندې لاړ شي.د عربي جزیرې القاعده ډله  نه یوازې دا ، چې ددې وړتیا لري، چې د لویدیځ په ضد، بریدونه پلان او عملي کړي، بلکې د القاعده شبکې هستوی مشرتابه ورته اجاز ورکړې، چې له خپلو پلانونواو طرحو سربیره، د امریکا په متحدو ایالتونو بریدونه ترسره کړي. بنآ په لنډ مهال کې د پوکانۍ د پڅولو په څیر د اغیز احتمال شته. په هر حال  ترڅو چې ، ښکاره نشي، ظواهیري، هیڅ شی هم ندی.  هغه ته به دا له امکان لرې وي چې ، دالقاعده شبکې د بهرنیو عملیاتو له څارلو نه لاس واخلي. او نوموړي ته دخطر د پیښدو یو څرګند ګواښ هم دادی ، چې د بن لادین په څیر دی هم  لیواله دی ، چې ټولې چارې خپله اداره کړي . دا کار به ددې لامل شي چې د خپل مشر په څیر د یوه  مرګوني برخلیک په منګولو کې ولویږي.  او هغه ډله چې دی اوس پر مخ بیایي، نوره به هم له بې نظمۍ سره مخ شي.