په اسلام کې د ولسواکي تصور


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مولوي عبدالغفور پېروز
  • 1140

 په معاصر جهان کې ولسواکي د سیاسي نظامونو یو غوره شکل دی. ولسواکي که په هره بڼه وي، نننی معاصر شکل او که پخوانی لرغونی شکل، تر استبدادي او نورو نظامونو يې عملاً انساني ټولنې ته ګټې زیاتې دي. عربو که څه هم کوم منظم دولت نه درلود البته په لرغوني ډول يې يو قسم ولسواکي درلوده چې مشران به يې په دار الندوه کې سره کښېناستل او بیا به يې په سلا مشوره د پېښو په اړه پرېکړې کولې.

اسلام همدا ولسواکي تایید او د نور تاکید و ټينګار امر يې وکړ ان رسول الله صلی الله عليه وسلم يې هم په دې امر کړ چې د ولس له استازيو سره به مشوره کوي او تر دې وروسته به د يو کار تصمیم نیسي. (ال عمران: ۱۵۹) تر دې وروسته رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم او بیا يې اصحابو دا اصل وساته او د نظام د هر ډول فیصلو په اړه به لومړی له ولسي استازيو سره سلا مشورې کېدلې او بیا به د رایو په اکثریت پرېکړه کېده.
قراني ایاتونو ته په پام رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم هم په خپل ژوند کې د ولسواکي اصل ته پام کاوه او هم يې خپل اصحاب په دې امر کول. کله چې به يې د اصحابو کوم کنډک يو لور ته استاوه؛ نو امیر به يې ورته ټاکه او بیا به يې له خپلو ملګريو سره په مشوره امر کاوه. د موته په سریه کې چې اصحاب کم او دښمن زیات وو لکن بیا هم اصحابو له دښمن سره ټکر وکړ او شا ته رانغلل، يوه د پام وړه خبره همدا وه چې زیاتره اصحابو تر مشورې وروسته مشر ته دا رایه ښکاره کړه چې جنګ کوو، نه شاته کېږو او نه هم د نور کومک غوښتنه کوو، ځکه يو خو وخت کم دی او بل کېدای شي دا دښمن زړور کړي او زموږ په تاریخ کې د بې‌غیرتي يو باب کېښودل شي، کله چې امیر د زیاترو نظر واخیست؛ نو د ټکر فیصله يې وکړه او په همدې سریه کې د خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه مشرتوب هم د رایو په اکثریت تر سره شو.
رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم چې کله مدينې ته هجرت کاوه نو هم يې د مدينې له ولسي استازيو سره مشوره وکړه، د هغوی په خوله يې دا پيغام د مدينې ولس ته ورساوه او چې کله درېيم ځل هم هغوی مثبت ځواب ور کړ او د مدينې تر اتیا زیاتو استازيو رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم ته ډاډ ور کړ، نو رسول الله «ص» د ولس په ملاتړ او مشوره د خپل دعوت مرکز مدينه وټاکله او له خپلو ملاتړيو سره يې هلته هجرت وکړ. (سېرت ابن هشام، د لومړي، دویم او درېيم بیعت بحث)
د بدر تر ارزښتمنې غزا وروسته رسول الله «ص» د دښمن اویا کسه بندیان ونیول چې يو شمېر يې ډېر مهم کسان هم وو. تر هجرت وروسته له مکیانو سره د مسلمانانو دا لومړی لوی ټکر و چې زیات شمېر ځاني او مالي زیانونه يې له ځان سره لرل. که حالات هر څومره ترينګلي، دښمنان هر څومره زیات او د ګواښونو له لا ډېر خطر سره مسلمانان مخ کېدل، خو بیا هم رسول الله د بندیانو په اړه د مهاجرو او انصارو له ولسي استازيو سره سلا مشورې وکړې او د ولس په انتخاب يې د مکیانو لپاره اسانه لار غوره کړه، چې هر سړی بايد د فديې په ورکړه ځان ازاد کړي. (مسلم: ۱۷۶۳)
د خندق د تاریخي غزا پر مهال رسول الله «ص» خپل ولسي مشاوران را غونډ او بیا يې د مکیانو د پلان او جنګ په اړه مالومات ورکړل او له مدينې منورې او ځانونو يې د دفاع په اړه مشورې هم ترې وغوښتې. د نظرونو تر زیاتې تبادلې وروسته ایراني‌الاصله صحابي سلمان فارسي رضی الله عنه يو وړاندیز وکړ چې د دښمن او زموږ تر منځ دې يو خندق وکښل شي، څو زموږ لپاره د مدينې ساتل اسانه کړي او بیا يې د خندق د مخينې، فایدو، د دفاعي اسانتیا او نوور جزیاتو په اړه خبرې وکړې چې د مجلس مشاورانو دا وړاندیز خوښ او رسول الله «ص» يې په عملي کولو لاس پورې کړ. (نبوي غزاوې، د استخباراتو خبر او د رسول الله تیاری، مخ: ۲۰۵)
د همدې خندق د غزا پر مهال رسول الله «ص» په پټه وغوښتل چې د دښمن تر منځ بې‌باوري رامنځ ته کړي، يو څو کورنیو ته يې وعده ور کړه چې د مدينې درېيمه حاصلات به ور کړي البته په دې شرط چې د مکیانو ملګرتیا همدا نن ایله کړي، کله چې هغوی تیاری وښوو؛ نو رسول الله «ص» د اوس او خزرج مشرانو ته یادونه وکړه چې داسې پلان مې تیار کړی که مو خوښه وي عملي به يې کړو؟ هغوی پوښتنه وکړه چې د الله جل‌جلاله له لوري امر دی او که ستا مشوره؟ رسول الله «ص» وویل: نه ديني امر نه دی بلکې جګړه‌یز تکتیک دی. دوی په يوه خوله ورته وویل چې موږ په قسم که په جاهلیت کې هغوی ته باج ور کړی وي، د مسلماني په دې دور کې خو يې تصور هم نه شو کولای، کله چې رسول الله «ص» د هغوی دا ټينګ دريځ وليد، له خپل پلان څخه په شا شو. (نبوي غزاوې: ۲۲۲)
د حنین تر غزا وروسته د بندیانو په اړه رسول الله «ص» له هلته موجودو اصحابو پوښتنه وکړه چې په ځواب کې يې ګڼ غږونه پورته شول او رسول الله «ص» ته يې فهمول و بېلول دواړه مشکل شول، نو خلګو ته په وینا کې يې وویل: تاسې خپل استازي ما ته را ولېږئ څو ستاسې پيغام ما ته راوړي او په خبره سره پوه شو. د ولس له منځه استازي رسول الله «ص» ته ورغلل او تر مشورې وروسته نیول شوي ټول بندیان د ولس په اجازه رسول الله خوشي کړل. (نبوي غزاوې: ۴۰۰)
د رسول الله «ص» تر رحلت وروسته لومړی خلیفه ابو بکر صدیق رضی الله عنه هم د ولس استازيو غوره کړ. د بنی ساعده په سقیفه کې د ولس پر وړاندې دوه کسان د خلافت لپاره نوماند وړاندې شول چې د رایو په اکثریت ابو بکر صدیق رضی الله عنه خلیفه او سعد بن عباده رضی الله عنه رد شو. لومړي خلیفه د خپل مرګ پر مهال د فاروقي خلافت په اړه هم د ولس له استازيو سره مشورې وکړې، له عبد الرحمن او څو خاصو کسانو پرته يې په اړه چا مخالفت و نه کړ. کله چې لومړی خلیفه د ولسي استازيو له لوري ډاډینه تر لاسه کړه، نو يې خپل ځايناستی عمر فاروق رضی الله عنه وټاکه چې نه يې نږدې خپلوان او نه يې هم له خپل ټبر څخه و، خو د ولس په مشوره يې دا کار وکړ.
دویم خلیفه د خپل وفات پر مهال شپږ کسيزه شورا جوړه کړه او دنده يې ور کړه چې د رایو په اکثریت به له تاسې يو د مشرتوب دنده اخلي. ګواکې دا شپږ کسان ولس ته نوماندان وو، که ولس په دې شپږو کسانو کې هر چا ته زیاتې رایې ور کړې وای، نو هغه د خلافت مستحق وو او د خلافت چارې به يې مخ ته وړې. شپږ کسیزې شورا د خلافت لپاره له خپله منځه عثمان او علي رضی الله عنهما وټاکل او بیا عبدالرحمن بن عوف درې ورځې د ولس تر منځ منډې ترنډې وکړې او د دواړو په اړه يې د ولس نظریات وپوښتل چې د عثمان غني رضی الله عنه خوا درنه وه او بیا په عام جامع جومات کې د ولس تر مخ د دې ټول جریان په بیانولو عبدالرحمن بن عوف لومړی له عثمان غني سره بیعت وکړ او بیا يې نور خلګ هم دې ته را وبلل. د عثمان غني تر شهادت وروسته علي رضی الله عنه د ولس يوازېنی نوماند و چې د خلافت چارې يې ور وسپارلې.
پورتني مثالونه موږ ته په ګوته کوي چې اسلام د ولسواکي ضد نه بلکې ملاتړی دی، اسلام له پيله د عربي رواج موافق دا اصل منلی او ان رسول يې هم په دې امر کړی چې له سلا مشورې پرته به کار نه کوي او تر کار مخکې بايد له اصحابو سره مشوره وکړي.
پاس را وړل شوې نمونې له قران او نبوي سنتو هغه بېلګي دي چې په اسلام کې د ولسواکي تصور ترې جوتېږي، لکن څوک چې له دې اصله انکار کوي او د حل و عقد د شورا په اړه ټینګار لري، هغوی هم باید پوه شي چې دا شورا پخپله د ولسواکي يوه نمونه ده، په دې شورا کې هم د ولس استازي وي، د ولس پيغام به را وړي او د ولس په خوښه به پرېکړه کېږي. بیا د حل و عقد شورا يو الهي امر نه دی او نه يې په نبوي سنتو کې بېلګه وينو، خو دا چې اسلام د مشورې امر کړی دی، نو حل و عقد شورا هم د ولسواکي او مشورې یو شکل دی نه بل څه.
زما په ګومان شخړه له ځينو ټکيو پرته پر الفاظو ده، نه پر حقیقت. د عباسي خلافت پر مهال هم تر يوه حده دې ته پام شوی و، د پوهانو اجماع به يې د يو کار لپاره غوښته او کله چې به د زیاتره ګډونوالو رایو يو لوری غوره کړ، نو دا سیاسي اجماع وه او خلیفه يې هم د مخالفت جرات نه کاوه. د اجماع له تاریخه راته څرګندېږي چې اجماع د اصحابو او را وروسته پيړيو خلګو د سیاسي موخو په نیت رامنځ ته کړې او ښې پایلې يې لرلې، خو د مسلمانانو وروسته پېړيو چې د دين او دنیا چارې سره ګډې کړې، نو اجماع ته يې هم د دين په اصولو کې ځای ور کړ او دا يې د يو ديني منبع په توګه خلګو ته معرفي کړه چې د مسلمانانو يوه لویه ډله اوس هم د ديني اجماع عقيده لري او د مسلو د حل په موخه يې يو لاسوند ګڼي.
لنډه دا چې له نبوي عصره بیا د عباسیانو تر دورې ولسواکي کله په خپل پوره شکل را څرګنده شوې او کله يې څېره مړاوې وه، خو تر دې دورې وروسته په مسلمانانو کې داسې کسان، ډلې او فکري مکتبونه پيدا شول چې ولسواکي يې د اسلام او اسلامي نظام ضد وبلله او له صحنې په ایستلو کې يې له ديني نصوصو او ټاپو ښه پوره کار واخیست.
سرخط‬ ورځپاڼه