د وريجو او ماهيانو کلتور

د وريجو او ماهيانو کلتور


  • 8 مياشتي دمخه (22/01/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 699

لکه څنګه چې د وریجو تولید او کښت خورا زیات اوبو ته اړتیا لري د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې بزګرانو یو ډېر ښکلی او غوره نوښت کړی دی.

 په کومو اوبو کې چې د وریجو تخم کرل شوی وی یو لوی شمیر کوچني کبونه یا د کب هګۍ خوشې کوي چې هګۍ بيا په کب بدلېږي  د دې نوښت په کارولو سره دوی درې شیان ترلاسه کړل.

 لومړی: ماهیان 

ماهيان هغه حشرات او نور زیان رسونکي آفتونه چې په خاوره (ځمکه) کې د وریجو د تخمونو ریښو ته ننوځي او د وریجو د حاصلاتو د تخریب او کمښت لامل ګرځي ماهيان هغه ټول خوري  په دې توګه  له منځه ځي.

 دوهم

 په ورته وخت کې ماهيانو فاضله مواد او غوړي خارجوي چې د حاصل ورکونې او د وریجو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل کیږي.

 دريم

ماهيان غټېږي او زياتېږي چې بزګران يې د خوراک په توګه کاروي او يا يې له پلورلو څخه ډيرې پيسې لاسته راوړي.

 دا نوښت په نړۍ کې د وریجو او ماهي کلتور په نوم یادیږي.

  له دغې لارې او نوښت څخه په استفادې سره د وريجو توليدات د تيرو کلونو په پرتله څه د پاسه شل سلنه زيات شوي او هر کال له دغې لارې څخه په سلګونو ټنه ماهيان هم ترلاسه کېږي.

دا چې د افغانستان په ۱۶ ولايتونو او شاخوا ۱۰۰ ولسواليو کې بزګران د وريجو په کرنه بوخت دي که چېرې په دې نوښت کار وکړي نو ډېر ګټور به تمام شي.

لیکنه: محمد ولي خان