تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۶۴ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي

تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۶۴ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي


  • 5 ورځي دمخه (07/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 111

د ټولګټو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۴ زره ۶۷۱ مټریک ټنه سوداګزیر او ټرانزیټي توکي لېږدول شوي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا انتقالات له حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او هرات – خواف بندرونو له لارې ترسره شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې توکو کې ۲زره ۹۶۰ ټنه صادرات دي چې لويه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

د اقتصادي کارپوهانو په باور، د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږد کولای شي د افغانستان په بازارونو کې بیې راټیټې کړي.