د پېښور یوه جومات کې دننه چاودنې د پولیس افسرانو په ګډون ۲۸ کسان وژلي

د پېښور یوه جومات کې دننه چاودنې د پولیس افسرانو په ګډون ۲۸ کسان وژلي


  • 1 کال دمخه (30/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 571

سمسور نیوز (۱۰سلواغه۱۴۰۱) پاکستاني چارواکي وایي، د پېښور ښار په یوه جومات کې دننه چاودنې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژلي او ۱۵۰ نور یې ژوبل کړي دي.

چارواکي زیاتوي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې عام خلک او پولیس د ماسپښین لمانځه په ادا کولو بوخت وو. 

د پېښور د پولیسو یوه مشر ویلي، چې چاودنه د پولیسو اکاډمۍ اړونده یوه جومات کې شوې، چې له امله یې د جومات د ودانۍ یوه برخه نړېدلې او یو شمېر کسان ترې لاندې شوي دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چې د پېښې ډېری قربانیان پولیس دي. 

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومه ډلې نه دی منلی.