متحده عربي امارت: افغان حکومت دې د ښځو په اړه کړې پرېکړې بېرته واخلي

متحده عربي امارت: افغان حکومت دې د ښځو په اړه کړې پرېکړې بېرته واخلي


  • 1 کال دمخه (04/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 526

ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارتو دایمي استازولۍ ویلي، چې له اتیا هېوادونو سره په ګډه یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د افغان ښځو او نجونو وضعیت په اړه ګډه اعلامیه استولې ده.  

یادې استازولۍ د ښځو او نجونو پر وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت پر پرېکړو نیوکه کړې ده.

دې استازۍ ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت فرمانونه له ټولو "اسلامي ارزښتونو او نړووالو بشري حقونو سره په ټکر کې دي."  

د متحده عربي امارتو استازولۍ له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې د ښځو او نجونو برخو کې خپلې پریکړې له سره واخلي او زیاته کړې یې ده، چې د افغاني ټولنې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو ونډه خورا اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر حقونو بندیزونه لګولي دي.