د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی نن دوشنبه کابل ته په دوه ورځني سفر تللی.
د دغه پلاوي مشري د پاکستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر خرم اغا کوي.
ټاکل شوې دغه پلاوی په کابل کې له افغان چارواکو سره د سوداګرۍ په دوه اړخیزه مسایلو خبرې وکړي.
په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دا د دغه هېواد لومړنی پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي.
تېره اوونۍ پر خوست او پکتیکا د پاکستاني له هوايي بریدونو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
دواړه اړخونه ښايي تمه ولري چې دغه پلاوی به د اړیکو په بېرته عادي کېدو یو څه مرسته وکړي.
خو هممهاله پاکستان اعلان کړی چې له دغه هېواده د هغو افغانانو د اېستلو دویم پړاو پیلوي چې "د اوسېدو قانوني اسناد" نه لري.