عمان له افغانستان سره د دوه اړخیزې اړیکو پر زیاتوالي ټینګار کړی

عمان له افغانستان سره د دوه اړخیزې اړیکو پر زیاتوالي ټینګار کړی


  • 1 مياشت دمخه (11/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 68

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو پر زیاتوالي ټينګار کړی دی. 

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لیدنه تېره ورځ د یاد هېواد په پلازمېنه مسقط ښار کې ترسره شوه او دواړو خواوو ټينګار پکښې کړی، چې له یو او بل سره به د دوه اړخیزه اړیکو نوی پړاو پرانېزي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د دې ترڅنګ د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې کړي دي. 

د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د نوي پړاو پرانېستلو خبرې داسې مهال شوې، چې تازه امیرخان متقي د البوسعیدي په بلنه دغه هېواد ته تللی، چې نوموړی اوس هم هلته دی؛ ترڅو له بدر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي. 

که څه هم سرپرست حکومت تر دا مهاله د یاد هېواد په ګډون یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په دغه هېواد کې د سرپرست حکومت فعال دی او ډيپلوماټان یې هم خپل کارونه مخ ته پکښې وړي.