وړم کال منى مې يو مازيګر له کور وړاندې په يوه لغړه شوه کې يوه ځاله وليدله. منى و، شاوخوا سپيدارو پاڼې هم پرېوتې وې او دا ځاله چې په کومه شوه کې وه، هغه هم لغړه وه. په ځاله کې مرغۍ نه وې، زه نه پوهېدم چې دقيقا به د څه شي ځاله وي، ممکن د کارغه ځاله وه؛ خو اوس ځاله خالي پاتې وه او رنګۍ شوې هم وه.
دې ځالې دومره خوند راکړ، چې څو مازيګره پرله پسې يې ليدو ته ورتلم او ډېر وخت به مې يې په ننداره تېراوه. که به څوک راسره تللى و، ناخوښي به مې يې په څېره کې له ورايه ليده، فکر يې کاوه، چې وخت مې ورخراب کړى. يوه ورځ رانه يوه کس پوښتنه وکړه، چې په دې لغړه شوه، په دې ځاله کې تا څه ليدلي؟
"څه ليدلي؟ مطلب پوښتنه نه وه او نه دا چې زما د مشاهدې په اړه پوښتنه وکړي، بلکې زما دا ننداره ډېره بې ګټې ورته ښکارېده. که رښتيا د افادې له زاويې نه ورته وګورو، دا يو بېځايه کار و، چې ما پرې څه موده هره ورځ خرابوله، بيا د داسې يو چا لپاره خو بېخي بېخونده مشاهده و، چې د ژوند په اړه يې افادي تفکر پياوړى وي. زه په دې پسې نه ځم چې د هنر په اړه افادي فکر له هنره وسيله جوړوي که نه، بلکې بېرته خپلې نندارې ته ورګرځم.
دا ننداره که زما د پوښتونکي لپاره له اذيته ډکه وه، زما لپاره له کيفه ډکه وه. د شوې د ښاخونو او د ځالې د دروزو ترمنځ عجيبه تناسب و. ځاله د شوې پر يوه راغزېدلي ښاخ جوړه وه، داسې ښکارېده لکه يو انسان چې خپل مخاطب ته د يوه ګرانبيه څيز د ورکړې لپاره لاس وراوږده کړى وي، د شوې پاڼي پرېوتې وې او له ځالې هم بچي الوتي وو او رنګۍ هم وه، لکه په يوه شاړ کلي کې يو کنډر کور، چې د يوه ناورين نښې يې پر دېوالونو حک وي.
د مازيګرني لمر پلوشې او د يخاو احساس لکه د تابلو غوندې د دې نندارې پرسوزه کولو ته نور رنګ ورکاوه، ما داسې فکر کاوه، لکه يوې لرې زمانې ته چې تللى يم، ممکن نوستالوژيک لامل هم و، چې دې نندارې ما ته خوند راکاوه.
شوه، ځاله، د مازيګر لمر او داسې نور د يوې عيني صحنې توکي وو؛ خو د دې صحنې ننداره زما او د هغه بل کس لپاره ولې مختلفه وه؟ دلته له طبيعت او ټولنې سره دوه ډوله چلن روان و. يو هنري او بل ناهنري، چې دويم ممکن علمي وي يا بل ارزښت ولري؛ خو هنري چلن نه و.
د هنرمن چلن تر ډېره عاطفي-تخيلي دى. عاطفه-تخيل هغه توکي دي، چې په عينکو کې يې هنرمن په ډېرو ښکاره ناهنري شيانو کې هم هنر ليداى شي. ممکن له داسې صحنې سره ډېر مخ شوي يئ: يوه خونه ده، مخامخ دېوال کې يې څو ځايه د رنګونو پتري غورځولي وي، دا رنګونه پخپله غورځېدلي او د چا د تصنع او تصرف منظم کار نه دى؛ خو بيا هم درته پکې يو اوښ ښکاري، چې مهار يې مخته روان د يوه ماشوم په لاس کې دى، د اوښ شاته يو سپى نيم ناست دى او اوښ ته يې خوله چينګه کړې. لکه د ګشټالټ ارواپوهنه چې وايي، دا د باصرې د حس کمال دى، چې نيمګړي شيان د يوه کل په ډول بشپړ ښيي؛ خو تر دې هاخوا نور هم څه شته او هغه دا چې هر چا ته ولې دا رنګونه د اوښ، ماشوم او سپي په بڼه نه ښکاري؟ هغوى ته به لکه ګشټالټ چې وايي، واقعي کليات ښکاري، چې يو ځاى رنګ پرېوتى، چې د باصرې حس يې له هغه بل پرېوتي رنګ سره پېوست کړي او د يوې بشپړې پرېوتې ټوټې په بڼه ورته ښکاري شي؛ خو يوه هنرمن ته دا پرېوتي رنګونه تر واقعيت هاخوا د اوښ، ماشوم او سپي په بڼه تخيلي ښکاري. دا ښيي، چې تخيل په هر حال کې خپل کار کوي، هغه وخت هم چې هنرمن د هنر د ايجاد په اړه فکر نه کوي، هم تخيل فعال وي او پر حواسو فشار راوړي، چې شيان د ده له خوښې سره سم وښيي.
خو دا ننداره ګنې کوم ارزښت لري؟ دا به پر ځاى پرېږدو، چې دا ننداره د هنر غوندې د مهم څيز ايجاد ممکنوي، بلکې پخپله همدا ننداره د يوه هنرمن لپاره ارزښتمنه او قيمتي ده. کوم خوند چې دى له دې نندارې اخلي، يو ډول هوساينه يا د بارت خبره pleasure دى، چې په پښتو کې يې ممکن په هوساينه وژباړو. د بارت په اند، له يوې هنري پنځونې(Writerly ) چې کوم خوند اخيستل کېږي، هغه پر واقعيت ولاړ له يوه عادي متن څخه له اخيستل کېدونکي خونده مختلف دى. د هنري پنځونې په خوند کې هوساينه او تسکين دى. د هغې لغړې شوې او له مرغانو پاتې خالي ځالې کومه ننداره چې ما کوله، دا ډول يوه هوساينه مې احساسوله، لکه سړى چې يوې تابلو ته ګوري او د يوې ورانې کوډلې په اړه يو غمناک شعر اوري.
تر دې مهمه په لغړه شوه کې د ورانې ځالې او په پرېوتو رنګونو کې د اوښو او نيم ناست سپي ننداره په اصل کې د هغه بل کس لپاره په نشت حساب وه. کله چې موږ يوه څيز ته اهميت نه ورکوو، په اصل کې هغه ته په نشت قايل يو او چې څه راته ارزښتمن وي، په اړه يې دومره حساس يو، چې ټول حواس مو ورته متوجه وي، که مبالغه يې نه بولئ، و به وايم، چې دومره حساس يو، چې د مېږي د پښو ښکالو هم اورېداى شو. غني چې د پنجرې چغار په سريزه کې کومه خبره د شاعر د حساسوالي په اړه کوي- چې د شاعر څرمن نه وي او دومره حساس وي، چې د ستنې څوکه وروړې، هم ټوپ وهي. نوموړي د شاعر د حساسيت دا خبره د شاعر د ټولنيز مسؤوليت له مخې کړې؛ خو که هنرمن د ټولنې پر ځاى له طبيعت سره مخ وي، هم حساس وي، ګرچاپېره تصويرونه ويني، په رنګ پرېوتې دېوال کې هم او په يوه ورانه ځاله کې هم يوه عالم خبرې او مفاهيم او کيسې. مطلب دا چې هنرمن په نشت کې شتون ويني او دا شتون تر ډېره د ده د خپل ذهن زېږنده وي.
کله به مو دا تجربه کړې وي، چې يو څيز درته ساعت کې غټ شي، بېرته وړوکى شي، دومره وړوکى ته وا چې په ګوتو کې يې ومروړم يا سترګې سره واړوئ راواړوئ، يو څيز درته دوه شي يا څو شي، هنر له واقعيت سره دا ډول چلن کوي، په يو ډول واقعيت مسخه کوي؛ خو ښه ده، چې د مسخه کولو پر ځاى ورته د بدلولولو مانا وکاروو. همغه لغړه شوه او ورانه ځاله که راواخلو؛ نو مازې يوه لغړه ونه او يوه ورانه ځاله وه، يعنې دوه عدده؛ خو کله چې ورسره يو انځورګر او شاعر مخامخ شي، همدا بسيطه صحنه او همدا شمېرلي شيان سره داسې ضرب کړي، چې يوه پېچلې او مختلفه صحنه ترې جوړه شي. انځورګر مثلا هغه ښاخ په نورو ښاخونو کې متبارز کړي، چې ځاله پکې جوړه ده، ممکن د ماتې هګۍ پوستکي هم پکې انځور کړي او داسي پر يوه صحنه د خپلې عاطفې او تخيل له مخې يو څه ورزيات کړي، همدې ته په طبيعت کې د هنر تصرف وايي. شاعر هم داسې درواخلئ، دا صحنه مثلا يوه شاعر ته عاطفي ارزښت لري، د تخيل په مرسته يې هغه اړخونه رابرسېروي، چې عام نندارچي ته نه ښکاري. ممکنه ده، چې يوه سېمبوليکه استفاده ترې وکړي، شاعر ته دا صحنه خپل وران کلى ورياد کړي او دا شوه د خپل کلي او خالي پاتې نيمه ورانه ځاله له خپل کنډر کور سره تشبيه کړي او په دې ډول ترې يو سېمبوليک شعر جوړ کړي.
کله چې زه د لغړې شوې او خالي ځالې په ننداره کې ورک وم، هغه بل کس ته جوړ نه ښکارېدم، ځکه چې عامه چلن له طبيعت سره دا ډول نه دى. د هنرمن هڅه دا وي، چې له عامه چلن نه خپله لار بېله کړي، هغه ته په تللو لارو تګ خوند نه ورکوي، زړه يې نوې نندارې غواړي؛ ځکه نو عامه ذهنيت ته رواني غوندې ښکاري؛ خو کله چې همدا صحنه په يوه شعر يا يې انځورګر په يوه تابلو کې وکاږي، تصرف پکې وکړي، له طبيعت نه يې رابېله کړي، بېل وجود ورکړي او داسې د طبيعت په دې ډول ننداره کې عام خلک هم راشريک کړي، خلک يې بيا هنرمن وبولي. د دې يو مطلب دا دى، چې د هنرمن بللو لپاره د خلکو رايه اړينه ده، ځکه چې هغه وخت چې ده مشاهده کوله، هغه مجرده مشاهده وه او لا يې واقعي وجود نه و موندلى او د واقعي وجود مانا دا ده، چې د خلکو له مشاهدې سره نه وه مخ شوې.