اسلامي هېوادونه افغانستان سره د مرستې لپاره بشري صندوق جوړوي

اسلامي هېوادونه افغانستان سره د مرستې لپاره بشري صندوق جوړوي


  • 3 کاله دمخه (20/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1022

 

 

رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې اسلامي هېوادونو د اسلامي همکاریو سازمان کې ژمنه کړې، ترڅو د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړ کړي.

رویترز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي له قوله لیکلي، چې دا «امانتي صندوق» د اسلامي پراختیا بانک په ملاتړ جوړېږي. روښانه نه ده، چې دې صندوق ته د ځانګړې کړې پيسو شمېر څومره دی.

د اسلامي همکاریو سازمان ګډونکوونکو د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي اتحادیې او جاپان په ګډون یوې ویناپاڼه کې ویلي، د اقتصادي پرځېدا د مخنیوي په موخه به افغانستان ته د کنګل شویو پيسو د لاسرسي اجازه ورکړي.