د کرنې وزارت: د غوښې په کلني تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د کرنې وزارت: د غوښې په کلني تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.


  • 3 کاله دمخه (19/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1289

سمسور (دوشنبه د وري ۳۰) د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې په تېرکال کې د هېواد په کچه د وري، وزې او غواوو یومیلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه غوښه تولید شوې ده. 

یاد وزارت همداشان وایي، چې تېرکال کابل کې ۲۶۴ زره او ۳۶۵ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوې ده. 

دغه راز تر کابل وروسته، بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار هم د غوښو عمده تولیدوونکي او مصرفوونکي ولایتونه دي.

د سرچینې په خبره، اوسمهال هېواد کې د غوښینو غواوو، وریو او وزو دوه زره او ۹۵۰ فارمونه شتون لري.