د خیالي ګرې، تور لمنی دسمال
لیکوال: ماهر احسانزی
د جادو ګر هنر اثر لیکوال اسدالله غضنفر د همدې کتاب په سریزه کې د خپل پلار مرحوم صدیق پسرلي له خولې لیکلي، چې که د پښتو شعر په بحث کې د خوشال خټک او لنډيو ذکر نه وي، دا بحث بشپړ نه دی.
لنډۍ رښتیا هم پر پښتو د خدای ځانګړې لوريېنه ده او خوشال هم یوازې د خټکو نه ، د تورې او قلم خان و، چې ویل به يې:
د پښتو ژبه به، اوس په اب و تاب شي.
که د پښتني ادب پر پراخه ځمکه قدم کیږدو او د لیکلي نه، د ګړني ادب پر لاره روان شو؛ ډېر داسې قالبونه به مو مخې ته راشي، چې د تول او تال او په کې د شته موضوع ګانو او خوندي شویو تاریخونو، ویاړونو، ترکیبونو، کلتورونو او ... عالي نمونې به، پکې ومومو.
په ګړني ادب کې له لنډۍ سره موازي او یا ښه ده چې ووایو تر لنډیو هم خورا مهم او عالي قالب سروکی دی. که سروکی مو نه لرلی نو لنډۍ هم نه وې. تاسو به ډېرې داسې لنډۍ لوستې/ اوریدلې وي، چې د سروکي پر موضوع را چورلي؛ مانا دا چې ډېر وختونه د سروکو لپاره لنډۍ جوړې شوې دي.
شاه زرګرې،
تورې لمنې دسمال راغی،
د خیالي ګري
دا سروکی تازه ځوان سندرغاړي جاوید امیر خېل له خوا ویل شوی دی. د امیرخيل د بریالیتوب راز همدا دی، چې پر انتخاب ډېر فکر کوي او فکر کوم، دا راز يې هم موندلی، چې که ورک او نور له حافظو هېر سروکي او لنډۍ سره یو کړي، نو هم به د سروکو او لنډيو بیا یادول اسانه شي او هم به يې په ولس کې هرکلی وشي.
د هندسي جوړښت له مخې د سروکي راوړې بېلګه، درې نیم بیتي لري، چې د سروکو په مقفی ډولونو کې يې شمېرلی شو.
شاه زرګره په راغلې بېلګه کې د سیمبول په توګه کاریدلې ده. دا ترکیب د سیمبول په توګه د عاشق مور ده، د عاشق د کور هغه مشره ده، چې له وړاندې يې ورسره د خپلې مینې کیسې کړي او د خپلولو ټینګار يې ورباندې کړی دی. د عاشق د راز او نیاز ملګرې ده؛ هغه ملګرې، چې ده به ورته د خپلې مینې کیسې کولې او دا کیسې به يې په دې هیله وې:
څومره خوږې راباندې لګي
څوک چې خبرې د جانان جانان کوینه
شاه زرګره د مین لپاره لکه د شاعرانو ملکه ده. دا هغه خیالي او نا مادي ملګرې او رازداره ده، چې عاشق ورسره یوازې د خپلې محبوبې د مینې کیسې کوي او د مینې د بریالی کیدو پریکړې سره نیسي.
په شاه زرګرې پسې سمدستي بل نیم بیتی پيلیږي:
تورې لمنې دسمال راغی.
موږ معمولا په مهمو کارونو، خبرو او ځایونو کې شمېرلې خبرې کوو او کله چې وایو:
تورې لمنې دسمال راغی
نو پوهېږو، چې عاشق د بل چا نه، بلکې د هماغه چا په اړه غږیږي، چې رازونه يې له ده او شاه زرګرې سره دي. دلته تر ( شاه زرګرې) وروسته د نورو خبرو د اوږدولو اړتیا ځکه نه ده محسوس شوې، چې دواړه ( عاشق او شاه زرګره ) سره پوهیږي، چې د چا په اړه غږیږي. په شاه زرګرې پسې سمدستي د بل نیم بیتي پیل مو پر دې هم پوهوي، چې عاشق د همدې دوهم نیم بیتي په ویلو سره د خپلې ناکامۍ خبر ورکوي. دی که خوشاله وايې نو ممکن خبره ترې اوږده شوې وای/ زیری يې ورباندې کړی وای، د شاه زرګرې توصیف يې کړی وای خو خبره چې د ناکامۍ ده؛ خوند يې نه دی ورکړی، نو ځکه يې ورته شمېرلې کوي، چې هغه دی، دسمال يې ورکړ.
ولې تورې لمنې دسمال؟
د پښویزو ارونو له مخې عدد د معدود تابع دی خو دا هم ټولمنلې ده چې ژبه او ګرامر له ولس سره په ټکر کې نه، په اتفاق کې جوړ شوی او روان دی.
موږ وايو: احمد بد سترګی دی؛ په داسې حال کې چې د احمد دوه سترګې دي خو موږ یوه یادوو. دلته که داسې هم ویل شوی وای چې تور لمنی دسمال راغی، هم نیمګړتیا به نه وه خو کمزوري راتله او د همدې کمزورۍ د ختمولو په موخه د لمنو ځانګړنه جمعه شوې ده.
ددې جمعې د راوړلو له علته پوهیږو، چې دسمال د متکلم لپاره نه دی خو دده د ژوند تړلې موضوع ده.
موږ د تور نصیب، تور تندي، تور بخت، تورو هوسونو، تورو لیکو ترکبیونه لرو او دې ته په کتو سره دا ویل بیا اسانه کیږي، چې ورکړل شوی دسمال به تورې لمنې ونه لري، خو اوس بل ته په ورکړې سره يې، د ویوونکي ژوند خفه کړی/ تریخ کړی نو ځکه تورې لمنې لري.
د ( تور لمني) پر ځای تورې لمنې ځکه ویل شوي چې د مینې لږ درد، لږ بیلتون، لږه غوسه نه اندازه کیدونکی زور لري.
شاعر وايې:
زه باران د کاڼو هم وژلی نه یم
چې پرې مړ شوم، دا د چا د ګل ګوزار دی
د ګل په ګوزار رښتیا هم څوک نه مري، دی چې مري، ویره له پیدا کیدونکي بیلتون او جوړیدونکو فاصلو لري.
دلته هم دسمال ځکه لمنې کړي، چې دا غم دروند دی او هغه خبره ده چې چرګ ګیډر ته ویلي و که زه دې وخوړم نو لږ وروسته به قیامت راشي. ګیډر چرګ خوشي کړ، ورته يې وویل څه احمق يې، قیامت پرتا نه، پرما راته.
دا د سمال د چا دی؟ د خیالي ګرې.
ولې خیالي ګره؟ ولې بې وفا نه، ولې ظالمه نه او ولې بل هغه نوم او صفت نه چې زموږ د ټولو مینانو او شاعرانو د معشوقو مشترک دی.
اوس مهال معشوقې چنار قدې، تر ویښته نرۍ، ماه جبینې، سنبل مویه او که يې لنډه ووایو د شاعرانو لپاره د ایراني ادیب د هغه پیغور ثبوتونه دي چې ویلي دي: په شعرونو کې د ټولو شاعرانو معشوقې یو ډول ښکلا لري، د ټولو زلفې اوږدې، سترګې غټې، شونډې سرې او ... لکه دا ټول چې پر یوې جینۍ مین وي.
دلته ځکه خیالي ګره ده، چې شته روایتونه راته وايې چې پښتانه په تېر او حتی اوس هم نه غواړي د خپل کور د ښځینه غړیو په اړه خبرې وکړي، نوم اخیستل او یا ځانګړنې ویل يې خو لا پریږده.
موږ هم که له نږدې ملګري سره ناست یو، دا نه وایو چې ښځه مې، بلکې ورته وایو، وریندار دې، د عایشې یا محمد مور.
دلته ویونکی مین پر دې دلیل سربېره یو بل استدلال هم لري او هغه دادی چې دده معشوقه دومره ښکلې ده چې حتی دی يې د بیان لپاره الفاظ نه لري.
تنګه خوله يې په مثال د میږي سترګه
نه غلط شوم چې مثال يې نه پيدا دی
د لیکلي نه خو ګړني ادب تقریبا ټولې معشوقي همدا د خیالي ګرې او خیالي موتیفونه لري.
زه خیالي مومنده یمه
ما واوړوئ وطن ته ځمه
یار مې نادان دی
یا
وه خیالي جانانه
خیالي ولاړه یمه
وه د ناز میرمنې زاري درته کومه
د پښتو ادب پر دې او نورو سروکو د ویلو او پرې د بحث کول لپاره د حمزه بابا خبره:
ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي، ډېرې خبرې کیږي.
له دې سروکي سره ویل شوې، لنډۍ هم له خورا شعري ښکلاوو، انځورونو، چاپیریالونو، دودونو، هیلو او ... ډکې دي خو پرته د ویلو يې څو نمونې د پای په توګه وړاندې کوو:
جینۍ د پلار له کوره څه وړې؟
زلفان خواره پر اوږو وړي، په ژړا ځینه
زما د ښکلي ورور واده دی
په جیګو لیڅو به اټن ورته کومه
که لیونۍ مینه مې غواړي
شیرینه یاره ناز مې وړه، ناز به دې وړمه
۱۳۹۹/۱۱/۷