کندهار کې ۴ کسان وژل شوي

کندهار کې ۴ کسان وژل شوي


  • 1 مياشت دمخه (19/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 33

د کندهار امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان وژل شوي دي. 

د یادې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه ترافیکي پېښه پرون شپه د یادې ولسوالۍ په مناره سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لار د یوه فلډر او ټېلر د ټکر په نتیجه کې رامنځته شوې ده. 

که څه هم په خبرپاڼه کې د پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو سرچینو د یادې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو د بې احتیاطي بللې ده. 

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د روانې کب میاشتې پر ۲۰مه هم د دغه ولایت په مرکز کندهار ښار کې د عینو مېنې مخ ته په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان ووژل شول او بل ژوبل شو.