د فراه د ولایت مقام د معلوماتو له مخې یاد جمنازیوم د ۵۲ میلیونو افغانیو په ارزښت، په یو کال کې د ملي پراختیا شرکت له خوا تکمیل شوې دی.
ددغه جمنازیوم په جوړېدو سره ګڼو لوبغاړو ته د لوبو کولو زمینه برابره شوه او لوبغاړو ته په کې هر ډول سهولته موجود دي.
د یاد جمنازیوم په جوړېدو لوبغاړي هم خوښ دي او وايي، چې اوس به له باد او باران څخه بچ یو او په مصونه فضا کې به خپلو لوبو ته ادامه ورکوو.
دغه جمنازیوم لوبغاړو ته په داسې مهال جوړیږي، چې له دې وړاندې لوبغاړي د لوبو کولو پر مهال له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سر لاس او ګریوان ول.