د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکي پلاوي د ناټو له ملکي استازي، د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانۍ له مرستیال او د ناټو غړو هیوادونو له ۱۵ سفیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، په دغه انلاین ناسته کې د سولې مذاکراتو پر وړاندې شته خنډونو بحث وشو او د یادو هیوادونو استازو د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ.
په دې ناسته کې په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودل شوې او پر طالبانو غږ شوی چې اوربند دې وکړي.