عمران خان: د افغانستان اوسني وضعیت پاکستان هم اغېزمن کړی

عمران خان: د افغانستان اوسني وضعیت پاکستان هم اغېزمن کړی


  • 2 کاله دمخه (06/05/2022)
  • سمسور
  • 723

سمسور (۱۶غوایی۱۴۰۱) د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پاکستان هم اغېزمن شوی دی. 

هغه یوه تازه غږیز پیغام کې ویلي، دی پوهېده چې که د امریکا تر تګ وروسته افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي،‌ نو پاکستان هم ترې اغېزمنېدای شي.  

د نوموړي په خبره، وروسته له هغې چې د افغانستان واک طالبانو په واک کې واخیست، د دوی ګڼ پوځیان ووژل شول.

 د عمران خان دې څرګندونو ته لا د طالبانو حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې په کراتو - کراتو ټینګار کړی دی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر خلاف ونه کارول شي.