دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د جمعې د لمانځه خطبه کې د افغانستان د روان وضعیت په هکله د خپل ګوند دریځ په ډاګه کړ او ویې ویل چې دا مهال دوی نه له حكومت سره دي، نه له بهرنيو ځواكونو سره او نه هم له وسله والو مخالفينو سره؛ خو په وینا یې چې روانو بین الافغاني مذاکراتو کې منځګړتوب ته چمتو دي.
حکمتیار په ننۍ وینا کې په تکراري توګه د اوربند غوښتنه مطرح کړه او زیاته یې کړه چې پر کابل د راکیټونو اورول او پر کابل پوهنتون حمله له یوه آدرسه شوې چې موخه یې د سولې د تخریب هڅه وه«په دې باور يو چي د سولي په اړه د حكومت اقدامات ناسم دي او د جنگ د دوام باعث دي»
حکمتیار زیاتوي، د كابل حكومت ستونزه دا ده چي د امريكا او طالبانو په معاهدې كي “نوي حكومت” ته د اقتدار د لېږد خبره؛ په واضح الفاظو راغلې؛ «كه دا معاهده د بين الافغاني مذاكراتو د محور په توگه منل كېږي نو معنى ئې دا ده چي دوى به مجبور وي اقتدار نوي حكومت ته وسپاري؛ او مذاكراتو كي به په نوي حكومت بحث پيل كېږي. »عزم