کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي

کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي


  • 4 کاله دمخه (13/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1561

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي دغه چاودنه د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

دغه راز د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي دغه چاودنه نن سهار ۶ بجې د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ څلور لارې کې رامنځته شوې.

خو په سیمه کې یو شمیر سرچینې وايي چې ددغې چاودنې له امله اوښتي تلفات زیات دي او په وینا یې تر اوسه ۶ مړي او ۶ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي.