شاوخوا شپږ سوه خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړو لیکو ته تللي.
کورنیو چارو وزارت وایي، تر ۵۸۰ ډیر طالب زندانیان د جګړو لیکو ته تللي، چې دا له افغان حکومت سره د طالب زندانیانو پر جفا دلالت کوي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې طالبان دهغو ژمنو خلاف روان دي کومې چې دوی له افغان حکومت سره کړې وې. افغان حکومت د بین الافغاني خبرو وړاندې څه باندې پنځه زره طالب زندانیان د ښه نیت په ډول له بند ازاد کړل.
کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې یوه ورځ وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم ویلي وه، چې افغان حکومت د طالب زندانیانو د خوشې کولو له کبله له سختو نیوکو سره مخ دی.