غزني کې یوه ښځه د خپلو تره زامنو له کورني زندانه ازاده شوه

غزني کې یوه ښځه د خپلو تره زامنو له کورني زندانه ازاده شوه


  • 8 مياشتي دمخه (17/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 293

‏په غزني کې یوه ښځه د خپلو تره زامنو له ۱۲ کلنې کورنۍ بندخونې ازاده شوې.

سیمه ییز مسوولین وايي، دغه ښځه تېره ورځ امنیتي ځواکونو او د امر بالمعروف ریاست د محتسبینو په همکارۍ ازاده شوې ده.  

دغه ښځه شمسیه نومېږي او د غزني د اندړ ولسوالۍ د نظروال کلي اوسېدونکې ده.

سرچینه زیاتوي، یاده ښځه له خوشې کېدو وروسته اوس د اندړ ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې ده. 

د سرچینې په خبره، په دغه قضیه کې دخیل کسان عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې لسګونه کسان له کورني زندان خوشې کړل شوي دي.