لوګر کې د لوی نړیوال هوايي ډګر جوړیدل

لوګر کې د لوی نړیوال هوايي ډګر جوړیدل


  • 3 کاله دمخه (10/02/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1033

د ملکي هوايي چلند اداره وایي چې په لوګر ولایت کې د تر ټولو لوی نړیوال هوايي ډګرد جوړیدو سروې بشپړه شوې او دغه نړیوال هوایي ډګر به د دوه میلیارده ډالرو په لګښت سره ورغول شي.

د یادې ادارې ویاند وایي دغه هوايي ډګر چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې جوړیږي د جوړولو لګښت یې د دولت د بودیجې له خوا تمویلیږي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به یې چارې بشپړې شي.

نوموړی وايي ددغه هوايي ډګرد سروې چارې په ۱۳۹۸ کال کې د ټیکنیټال ایټالیايي شرکت له خوا پیل شوې وې چې له سروې وروسته یې د ډیزاین چارې پیلیږي.

مسوولین وایي د لوګر نړیوال هوايي ډګر به له ټولو امکاناتو سره تر راتلونکو ۱۵ کلونو جوړ شي او په کال کې به د ۱۰ میلیونه مسافرو او ۱۰۰ زره ټنه کارګو د پروسس ظرفیت او وړتیا ولري.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي هم وایي چې دغه هوايي ډګر د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب ته نږدې سیمه کې جوړیږي چې په وینا یې دغه مهمه اقتصادي، امنیتي، فرهنګي او سوداګریزه پروژه یې لومړیتوب دی.

مسوولین وایي چې د لوګر نړیوال هوایي ډګر جوړیدل به د سیمه ییز اتصال په رامنځته کیدو کې مثبت رول ولري.