د افغانستان د وسله وال پوځ عمومي ویاند اجمل عمر وایي، چې د تېرې يوې اونۍ په جریان کې له ۱۵۰۰ ډېر طالبان د هېواد په بېلا بېلو برخو کې وژل شوي دي.
اجمل عمر شینواري نن یوې خبري ناستې ته وویل، چې افغان ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۱۵۴ عملیات تر سره کړي، چې په پايله کې یې ۱۵۲۸ طالبان وژل شوي، ۸۰۱ تنه ټپیان شوي او ۱۶ تنه د افغان ځواکونو له لوري ژوندي نیول شوي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې په یاده موده طالبانو ۱۴ ملکي وګړې وژلي او ۲۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي
باید وویل شي، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل سره سم تاوتریخوالی زیات شوي، چې ورسره جوخت افغان ځواکونو هم خپل هوایي او ځمکني عملیات پراخ کړي.