د م، م کمېشنر: له افغان کډوالو سره د پاکستان نامناسب چلن اندېښمن کړی یم

د م، م کمېشنر: له افغان کډوالو سره د پاکستان نامناسب چلن اندېښمن کړی یم


  • 1 کال دمخه (16/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 463

ملګرو ملتونو یو وار بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري اېستلو اندېښنه څرګنده کړې.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېشنر ولکر ترک ویلي، د افغان کډوالو په زوره اېستل د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي.

هغه ویلي، له پاکستان څخه تللو افغانانو سره یې هم لیدلي او له دوی سره یې د پاکستاني پولیسو د زور زیاتي ډېری شکایتونه ثبت کړي دي.

په ورته مهال بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګرې استازې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال ډنیل انډریس په تورخم کې له را اېستل شویو افغان کډوالو سره لیدلي دي.

یوناما پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی د مالي سرچینو له کمښت سره سره، له خپلو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي، چې خلکو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

سرچینې زیاته کړې، د خلکو د خوندي او باعزته راستنېدو او د سرپناه او روغتیا په برخو کې د دوی بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره نورو مرستو ته هم اړتیا ده.

د یادونې وړ ده، چې په ورستیو اوونیو کې له پاکستانه شاوخوا ۳۵۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه کړل شوي دي.