مونږ دا تمه نه لرله چې مخکینی حکومت دې سقوط شي

مونږ دا تمه نه لرله چې مخکینی حکومت دې سقوط شي


  • 2 کاله دمخه (14/04/2022)
  • سمسور نیوز
  • 840

امریکايي ديپلوماتان وایي د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو ستر لامل د سولې پر هڅو او سوله ییز لېږد د پخواني حکومت عمل نه کول وو. په کابل کې د امریکا پخواني سفیر روز ویلسن چې د سقوط تر مهال یې دا دنده سرته رسوله وايي، دوی تمه لرله چې په افغانستان کې به یو مشترک حکومت رامنځ ته شي، دا پروسه به سوله ییزه وي، خو هغه څه چې تر سقوط مخکې په وروستیو اونیو کې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې ترسره شول دوی یې حیران کړل.

روز ویلسن وایي دوی د دې تمه نه لرله چې پخوانی حکومت به سقوط کوي او هر څه به مقابل لوري ته سپاري، نو له همدې امله امریکا او متحدینو یې پر بندیزونو لاس پورې کړ. ویلسن دغه راز وايي چې د همدې مسئلې له امله د تخلیې په ماموریت کې ناورین رامنځ ته شو، چې ټوله نړۍ یې ولړزوله.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان له نوي حکومت سره لا هم د امریکا د اړیکو واضح تعریف نشته دی خو دغه لوري ته په کار ده چې نړیوالو اصولو ته درناوی ولري او د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.