د قطر امیر سره د ولسمشرغني ټیلفوني خبرې

د قطر امیر سره د ولسمشرغني ټیلفوني خبرې


  • 3 کاله دمخه (02/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1134

 

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې خبرو اترو له پیل ۳ ورځې مخکې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټیلفوني خبرې کړي او ددغو خبرو په ترڅ کې د سولې بهیر په اړه بحث ترڅنګ پر ژر تر ژره اوربند هم ټینګار شوی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د قطر امیر ددغو ټیلفوني خبرو په ترڅ کې ولسمشر غني ته ژمنه ورکړې چې حکومت به یې د ژر تر ژره اوربند ټینګیدو لپاره هڅې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني دغه راز د دواړو هیوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه سوداګرۍ برخه کې د اړیکو پر لا پراختیا هم بحث کړی.

قطر د افغان منځي خبرو د لومړي پړاو کوربه وو او ټاکل شوې دویم پړاو خبرې هم د جنورۍ په ۵ نیټه په یاد هیواد کې ترسره شي.

لومړی پړاو خبرې چې شاوخوا درې میاشتې یې دوام وکړ په ټکني ډول دواړه خواوې پر کړنلارې هوکړې ته ورسیدې او له هغې وروسته مرکچي پلاویو ۲۰ ورځنۍ رخصتي وکړه څو له خپلو مشرانو سره د خبرو د دوام په اړه لا زیاتې سلا مشورې وکړي.