سره صلیب کمېټه: افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوو

سره صلیب کمېټه: افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوو


  • 1 کال دمخه (19/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 564

د سره صلیب نړۍ‌والې کمېټې رییس ایلوا فیلیون د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې هڅه کوي له افغانستان سره خپلې مرستې نورې هم زیاتې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي تېره ورځ په دې لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره یې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې کړې مرستې اغېزناکې وې او اوس هڅه کوي چې خپلې مرستې نورې هم ډېرې کړي.

په همدې حال کې د رییس الوزرا اداري مرستیال هم له افغانستان سره د مرستو ډېرېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو اقتصادي ستونزې باید له منځه لاړې شي.

هغه له هېواد څخه غیر قانوني کډوالي او پر نشه‌يي توکو د خلکو اخته کېدلو لامل اقتصادي ستونزې یادې کړې او هیله یې څرګنده کړه چې د دې ستونزې د حل لپاره باید د نړیوالو بشري مرستو ترڅنګ په افغانستان کې اقتصادي او انکشافي پروژې په واقعي توګه عملي شي.

د یادونې وړ ده چې د سره صلیب کمېټه له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا او  نورو برخو کې فعالیتونه کوي.