د م.م امنیت شورا افغانستان ته د بشري لېږد کې د امریکا لخوا وړاندې شوی پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د م.م امنیت شورا افغانستان ته د بشري لېږد کې د امریکا لخوا وړاندې شوی پرېکړه‌لیک تصویب کړ


  • 3 کاله دمخه (23/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1099

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستو په هکله د امریکا متحدو ایالتونو لخوا وړاندې شوی پرېکړه لیک په یوه خوله منلی دی.

دغه پرېکړه لیک له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو داسې میکانیزم چمتو کوي، چې طالبانو ته له دې مرستو ګټه و نه رسېږي.

په تصویب شوي پرېکړه لیک کې د افغانستان بشري بحران او په ځانګړې توګه د خوړو کمښت په ګډون د اندېښنۍ څرګندولو په ترڅ کې ویل شوي، له افغانستان سره بشري مرستې او هغه فعالیتونه چې د بشري مرستو لپاره هلته ترسره کېږي، د طالبانو پر مشرانو د لګول شویو بندیزونو سره په ټکر کې نه دي، چې ملګرو ملتونو ۲۰۱۵ کال کې د ۲۲۵۵ شمېره پرېکړه لیک له مخې لګولي وو.

په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما د بشردوستانه مرستو لپاره د امنیت شورا لا ډېر اقدامات غوښتي دي. 

د یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تازه پرېکړې هرکلی کوي خو په دې د افغانستان د خلکو ستونزې په بشپړه توګه نه شي حل کېدلی.