د افغانستان اوسنی اقتصادي بهران، او د حل لپاره یې لازم ګامونه

د افغانستان اوسنی اقتصادي بهران، او د حل لپاره یې لازم ګامونه


  • 3 کاله دمخه (28/08/2021)
  • سرفراز څرګند
  • 1056

د اقتصاد دوران یا سایکل د ژرندې پل ته ورته یو مثال لري، د څرخ په لومړی ځل ګرځیدو ته مجبور یو کاپی اوبه پیدا کړو ترڅو څرخ په جریان راشي کله چې څرخ په ګرځیدو راشي بیا نو که د اوبو مقدار لږ زره کم هم شي د پل په ګرځیدو ډېر اغیز نه غورځوي او تر یوه وخته دا چاره په اسانۍ مخ ته ځي، اقتصاد هم همدغسې یو مثال لري، په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان دولت د اقتصاد د پیاوړتیا لپآره ډېر څه وه کړل، او دا کار يې طبعی ده چې د نړیوالې ټولنې پر مرسته ترسره کړل، خو بلاخره دا پل یې په ګرځیدو راوستو کوم چې تر اوسه تر یوه اندازه ښه ګرځیدو، خو داچې وروستیو سیاسې تحولاتو ته په کتو، موږ داسې انګیرو چې یو اقتصادي بهران سره به لاس او ګریوان کیږو، دا ځکه چې دلته هغه څه چې باید نه وي رامنځ ته شوي بلاخره رامنځ ته شول، نو د موضوع د ښه روښانتیا لپاره باید اول پوه شو چې اقتصادي بهران یعني څه

اقتصادي بهران هغه حالت ته ویل کیږي چې د یوه هیواد اقتصادي حالت پکې د پام وړ خرابیږي، چې پکې ټولیز محصول او نا خالص کورني محصول کې د پام وړ کمښت راځي، چې له همدې وجهې د خلکو د عایداتو په کچه کې کموالی راځي، او بلاخره بیکاري رامنځ ته کیږي کوم چې مستقیماً د غربت سره ربط لري، نو بنا د اقتصادي بهرانونو ترشاه ډېر فکتورونه موجود دي، لکه اوسني سیاسي وضیعت، د سرمایه ګذارۍ فرار، د تولید کمښت، د بانکدراۍ په سیستم کې خنډ او ځنډ، ضعیف مدیریت، په سیستم باندې بې اعتباري، د اسعارو بیو کې چټک بدلون، د نرخونو لوړوالی  او داسې نور ډیر فکتورونه شته چې یادونه یې دلته ډېر ضرور نه ګڼم.

 

راځو د افغانستان اوسني اقتصادي بهران ته :

که یوه لنډه محاسبه وه کړو، مونږ په افغانستان کې ۴۲۰۰۰۰ څلور لکه او شل زره امنیتي سرتیري لرل چې هر کس د یوه کور یا فامیل د عاید مسولیت پر غاړه درلودو، د سرتیرو ترڅنګ مونږ خدماتي پرسونل هم درلودل لکه اشپز، صفا کار، برقي، نجار او داسې نور، نو که په اوسط ډول یو لک دا کسان حساب کړو نو مجموعا ۵۲۰۰۰۰ پنځه لکه او شل زره کسان کیږي، که هر کس په اوسط ډول ۷ کسه د کورنۍ غړي وه لري نو همدا نن ۳، ۶۴ درې اشاریه څلور شپیته میلونه وګړي بیکاره شول، چې په دغومره تعداد خلک د بیکارۍ دوران ته ورداخلیدل په یو ناڅاپی توګه د یو غټ بهراني مسلې نه کمه نه ده، سږني کال بې له دې هم یو بهراني کال و، داخلي بیځایه کیدنه، وچکالی، طبعي پیښې، د کرونا له وجهې د کارونو په ټپه دریدل او د غربت د سطحې تدریجي لوړوالي هغه څه دي چې د اقتصادي بهران سایکل نور هم په تیزیدو راوستي شي، او ددې ټولوموضوعاتو ترڅنګ مهمه مسله د ملک د یو نا معلوم برخلیک مسله ده، تر اوسه هیڅوک نه پوهیږي چې پاچا به څوک وي، د دولت ساختار به په کوم ډول وي، د دولت پالیسیانې به د اقتصادي پرمختګ لپآره څه وي، همدا ګونګ حالت مو نور هم د اقتصادي بهران خواته ځغلوي شي، دولت ته اوس څه کول پکار دی، لاندې نقاط اړین دی چې دولت یې پر وړاندې کوټلی ګامونه واخلي، ترڅو روان اقتصادي بهران مدیریت کړو:

1. هر څومره زر چې کیدای شي د کابینې او د دولت اعلانون

2. د بانکدارۍ سیستمونه په پوره معنا بیرته فعالیدل او په کار پيل

3. د روانو انکشافي پروژو جریان او د نوو پروژو لپاره د بودیجې پیدا کول او پلان جوړونه

4. د افغانستان صادراتو ته یوه خاصه پاملرنه ترڅو یې استولو کې خنډ او ځنډ پیدا نه شي

5. د ړنګ شوو ډیپلوماټیکو اړیکو جوړول البته د نړۍ هیوادنو سره

6. د نرخونو کنټرول او د انفلاسیون مخنیوي

7. د نفتي موادو په نرخونو باندې دوامداره نظارت او کنترول

8. د نړیوالو تمویلونکو ادارو اعتبار ترلاسه کول، ښه مثال یې نړیوال بانک او د پیسو نړیوال وجهي صندق دي چې تازه یې په افغانستان باندې بندیزونه لګولی دی

9. د کاري فرصتونو ایجادول

10. خلکو ته با اعتباره معلومات وړاندې کول، خلک په نا معلوم حالت کې باید پرينښودل شي

11. د وزارت خانو ټول کارونه چې څومره زر کیدای شي باید شروع شي

12. د امریکا لخوا د فغانستان د کنګل شوو روپو بیرته زر ترلاسه کول

13. د یوه پرمختللی افغانستان لپآره د یوه منظم پوځ رامنځ ته کول، که د کمیت په لحاظ کم هم وي خو باید یو څه وي

14. ټکس ته خاصه توجو کول ترڅو په ښه شکل د دولت خرانې ته لاړ شي

15. او داسې نور ډېر فکتورونه دي چې دولت ورته باید خاصه پاملرنه وه کړي

خلاصه یې دا ده که اوسني نظام غواړي پایداره او د یوه ښه نظام په توګه خدمات وړاندې کړي نو مجبور دی د نړۍ بعضې منل شوي قوانین ومني چې ډیر تمرکز یې د بیان په ازادۍ، بشري حقوق، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او د دوه اړخیزو ګټو پر بنیاد ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګول، نظام دا باید هیره نه کړي چې اوسني ملت د ۱۹۹۸ کلونو په څیر پاتې شوي ملت نه دی، دلته اوس خلک خدمات غواړي او دا خدمات ښه په شخ سترګۍ غواړي او که غوښتني یې پوره نه شي نو دا به یو بل ټولنیز بهران وي چې حکومت به ورسره لاس او ګریوان وي

د یوه پرمختللی او پر ځان بسیا افغانستان په هیله